د افغانستان بشري چارې ۵۰۰ میلیون ډالر غواړي

د خپريدو وخت: 13:10 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391
ویس احمد برمک

د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر ویس احمد برمک د طبیعي پېښو لپاره بهرنۍ مرسته اړینه بولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې، له افغان حکومت سره په ګډه د نژدې پنځه سوه میلیونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې چې په ۲۰۱۳ کال کې د بشري چارو لپاره لګول کیږي.

چارواکي وايي ددغو مرستو په ترلاسه کولو سره به هغه د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ولګوي، خو پنځه ولایتونه کندهار، ننګرهار، ننګرهار، غزني او کونړ چې ډېرې بشري ستونزې په کې لیدل کېږي په لومړیتوب کې راځي.

د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر او له پېښو سره د مبارزې د ملي کمیټې مرستیال ویس برمک وايي په ۲۰۱۳ کال کې یې د بشري چارو لپاره د ۴۷۱ میلیونو ډالرو مرستې وړاندیز کړی دی.

دا چې د دغو مرستو په ترلاسه کولو سره به دا مرستې په کومو برخو کې لګول کیږي ښاغلی برمک یې په اړه وايي:

۸ میلیونه اغېزمن

''لومړیتوبونو مشخص دي، موږ غواړو چې دا پیسې په پنځو برخو کې ولګول شي. لومړی د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې په برخه کې، د ميندو او ماشومانو مړینې د مخنیوي، په هېواد کې د ننه د بېځایه شویو او بېرته راستنېدونکو او ډېرو بې وزلو او زیانمنونکو خلکو ته ورسول شي، چې په ټول هېواد کې یې شمېر له ۷ تر ۸ میلیونو کسانو پورې رسیږي.''

داسې اندېښنې هم شته چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې تر ډېره چارې افغان حکومت ته سپارل کیږي، یو لړ اقتصادي ستونزې هم رامنځ ته شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونود بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې مشر مارک باودن وايي نړیوالې ټولنې تېر کال هم له افغانستان سره خپلې ټولې مرسته ژمنه شوې نه وې ورکړې چې دا خپله د اندېښنې خبر ده:

د تېرو څو کلونو د بشري چارو مرسته کې کموالی راغلی.

''یو هېواد چې په لوړه کچه بشري مرستو ته اړتیا لري، لږ مرسته کول د اندېښنې وړ دي. د افغانستان په اړه زموږ غوښتنې ته بې خونده ځواب ویل شوی دی. تېر کال په ټوله کې د بشري مرستو کمېدل چې شاوخوا پنځوس سلنه وو، په ټول هېواد کې پر خلکو اغېز کوي.''

د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر وايي یو شمېر هېوادونو د دوی پلان ته مثبت ځواب ویلي او د مرستو ژمنه یې کړې ده خو د هغو دقیقه اندازه یې لا نه ده روښانه کړې.

او تمه یې وښوده چې ددغو مرستو یوه ستره برخه به ترلاسه کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .