د پنجشیر چارواکي وايي کانونه دې يې سروې شي

د خپريدو وخت: 19:56 گرینویچ - شنبه‬ 26 جنوري 2013 - 07 سلواغه 1391

زمرد، بيروج، سوي ياقوت، او لاجورد هغه ارزښتناک کاڼي دي چې د پنجشير د غرونو د لړيو په ترڅ کې موندل کېږي.

د پنجشیر ولايت سيمه یيز چارواکي وايي د افغانستان د کانونو وزارت دې د دغه ولايت د ارزښتناکو ډبرو کانونه سروې کړي.

د ياد شوي ولايت مرستيال عبدالرحمن کبيري بي بي سي ته ويلي که لوى کانونه وموندل شول د ايستنې لپاره دې تړونونه وکړي کنه نو په وينا يې کان ايستونکي چې کوم ۱۵ سلنه ټکس ورکوي اوس مهال ډېر دى.

بله غاړه د کانونو وزارت وايي په دې وروستيو کې يې د پنجشير د کان ايستنې د فني کولو او قانوني کولو په موخه په هغه ولايت کې رياست پرانیست چې د پنجشير له کانونو سره د اړوندو ستونزو هواري ته به لارې چارې ګوري.

د يو شمېر راپورونو له مخې د پنجشير د ارزښتناکو کاڼو کانونه له څو لسيزو راهيسې په نا فني او نا قانونه ډول ايستل کېدل، خو په وروستيو کلونو کې افغان حکومت سيمه یيزو خلکو ته اجازه ورکړه چې د ۱۵سلنې ټکس په ورکړې سره، په خپل سر کانونه سپړلاى شي.

خو يو شمېر کارپوهان نيوکه کوي چې دا بهير نيمګړتياوې لري. يو خو دا چې وايي نه جوتېږي څوک په کومه کچه ارزښتناک کاڼي تر لاسه کوي چې حکومت ترې ټکس واخلي.

بله دا چې کان کیندونکي اړين پرمختللي وسايل نه لري او په وينا يې د برمې کولنګ او نورو وسايلو پر مټ ارزښتناک او نيمه ارزښتناک کاڼي په نا فني ډول باسي چې ډېر يې د ايستلو د هڅې پر مهال ماتېږي.

د پنجشير ولايت مرستيال عبد الرحمن کبيري بي بي سي ته وويل کانونو وزارت دې د پنجشير کانونه سروې کړي که ستر وو، په تړونونو سره دې يې وکني او کنه اوس مهال ۱۵سلنه ټکس ډېر دى.

"اوس مهال افغان حکومت ټول کانونه سروې کوي او په قرارداد يې ورکوي. قرارداد د وزارت له خوا کېږي. د کانونو وزير دلته راغلی و. موږ ورسره خبرې وکړې. زموږ غوښتنه دا ده چې انجينیران راشي او سروې وکړي که لوى کان وموندل شي، په ملي کچه دې د هغه تړون وشي، چې ټول خلک ترې خبر شي."

بله غاړه د افغانستان د کانونو وزارت د رسنيو د برخې مشر تميم عاصي وويل د پنجشير د کانونو د ارزونې لپاره يې څو څو ځله سروې ډلې استولي او په پام کې لري د دغو کانونو فني ايستنې ته لار هواره کړي.

" زموږ د سروې ډلې څو ځله تللې دي.نه يوازې د زمردو په برخه کې بلکې د نورو ارزښتناکو کاڼو او فلزاتو په برخه کې يې هم سروې ګانې تر سره کړې دي. د کانونو وزير په دې وروستيو کې پنجشير ته تللى و او هلته يې د کانونو رياست هم پرانیست.په پنجشير کې چې کوم کانونه دي هغه بايد لومړى رسمي شي او بيا په قانوني اډانه کې راشي."

زمرد، بيروج، سوي ياقوت، او لاجورد هغه ارزښتناک کاڼي دي چې د پنجشير د غرونو د لړيو په ترڅ کې موندل کېږي.

د ارزښتناکو کاڼو يو شمېر سوداګر وايي د پنجشير ټول ارزښناک کاڼي ښه څرنګوالى لري، خو په وينا يې زمرد يې په نړيوالو بازارونو کې لومړى ځاى لري او ځانګړتیا يې دا بيانوي چې راڼه او بې درځه دي.

اوس مهال د پنجشير غمي هند، پاکستان، تاجکستان، هانګ کانګ او يو شمېر نورو هېوادونو ته د اړوندو سوداګرو له خوا لېږدول کېږي.

د افغانستان کانونو وزارت وايي ۱۴۰۰ داسې ځايونه يې په نښه کړي چې طبيعي کانونه او سرچينې لري.

دوی وايي په دې ترڅ کې د دغو کانونو د ايستنې په موخه نژدې ۲۰۰ تړونونه له يو شمېر کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره لاسليک شوي دي.

له دې ټولګې څخه د عينکو د مسو د حاجي ګک د اوسپنې او د امو د سيمې نفت هغه لوى کانونه بلل کېږي چې د چارواکو په وينا را سپړل به يې د افغانستان اقتصاد پياوړى کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .