کندهار کې ماین چاودنې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 06:35 گرینویچ - 27 جنوري 2013 - 08 سلواغه 1391

ویل کېږي، چاودنه کې اووه کسان ټپیان شوي هم دي، چې شپږ کسه یې پولیس دي.

کندهار کې ځايي امنیتي مقامات وايي د ماین په یوه چاودنه کې لږ تر لږه اته پولیس او دوه شکمن کسان وژل شوي دي. د کندهار ولایت د پولیسو ویندوی غورځنګ افریدي ویلي، چې چاودنه د یاد ښار د ۱۷ حوزې په اړوند پیر کلاچې سیمه کې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې وشوه.

د نوموړي په وینا پولیسو درې شکمن کسان د ماین خښولو په تور نیولي وو، چې خپل مرکز ته د ستنېدو پر مهال یې ګاډي په سړک کې پر یوه خښ شوي ماین وخوت.

ویل کېږي چې چاودنه کې اووه کسان ټپیان شوي هم دي، چې شپږ کسه یې پولیس دي. د سرچینې په وینا پولیسو له نیول شویو شکمنو کسانو سره یو ماین هم نیولی و. وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لور ته تېر ماښام د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندوز کې یوه ځانمرګي برید کوونکي د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د مدیر په ګډون لږ تر لږه لس کسان ووژل.

دغه برید د کندوز ښار په یوه څلور لاري کې وشو چې د ولسي وګړو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه.

د شمال زون د پولیسو ویاند لعل محمد احمدزي بي بي سي ته وویل، چې ډېری وژل شوي او ټپي شوي کسان ولسي وګړي دي.

د کندوز د پولیسو د یوه ویاند په وینا حمله کوونکی پلی و او د مازیګر په ۵ بجو او ۳۰ دقیقو يې د ترافیکو او پولیسو په یوه ګڼه ګوڼه کې ځان والوزاوه.

"بل لور ته تېر ماښام د افغانستان په شمال ختیځ ولایت کندوز کې یوه ځانمرګي برید کوونکي د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې د مدیر په ګډون لږ تر لږه لس کسان ووژل."

د دغه چارواکي په وینا د ترهګرۍ سره د مبارزې مشر عبدالله زمری او د ترافیکو مشر حاجي اسلم هم په وژل شویو کسانو کې دي.

بل لور ته همدا پرون په غزني ښار کې چاودنې لږترلږه دوه کسان ووژل او تر لسو ډېر نور یې ټپیان کړل.

د غزني د ملکي روغتون ډاکټر باز محمد همت بي بي سي ته وویل، چې د چاودنې له ځایه دوی ته دوه مړي او ۱۳ ټپیان وروړل شوي دي.

چاودنه د شنبې په ورځ (جنوري ۲۶) غرمه دوولس نیمې بجې د غزني ښار په ''قلعه سبز'' سیمه کې، داسې مهال وشوه، چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه.

ښاغلی همت زیاته کړه، چې د څلورو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د نوموړي په وینا، په ټپیانو کې دوه ماشومان، یوه ښځه او دوه ترافیک دي.

د غزني امنیتي چارواکو هم تایید کړه، چې په چاودنه کې یو پولیس او یو ولسي وګړی وژل شوي او پنځه کسان ټپیان دي.

کلاه سبز جاده د غزني ښار په شمال کې د ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده.

تر اوسه د دغې چاودنې مسؤولیت چا نه دی منلی

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .