"کاپیسا کې د بیا رغاونې لږ کار شوی"

د خپريدو وخت: 06:40 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

د تګاب ولسوالۍ یو ګن شمېر ځوانان په خپلو سیمو کې د وزګارۍ له امله ګاونډیو هېوادونو ته د کار روزګار لپاره ځي.

د کاپیسا ولایت د تګاب او آلاسای ولسوالیو اوسېدونکي وايي په تېرو څه باندې ۱۰ کلونو کې د دوی په سیمو کې د جوړولو او بیارغاونې چارې ډېرې لږ ترسره شوې دي.

دوی وايي سیمه ییز خلک چمتو دي چې د بیا رغاونې په چارو کې هر راز مرستې وکړي او د پرمختیايي پروژو په وړاندې کوم ګواښ هم نه نه شته.

د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت وايي که څه هم په تېرو کلونو کې په دې سیمو کې کارونه شوي، خو په راتلونکي کال کې به خپلې چارې هلته نورې هم ګړندۍ کړي.

د کاپیسا ولایت د تګاب او آلاسای خلکو استازي وايي په دغو سیمو کې د بیا رغاونې او پرمختیايي پروژو د کارکوونکو په وړاندې هیڅ راز ګواښ نه دی پېښ شوی. دوی له چارواکو غواړي چې د دوی په کلیو او بانډو کې بنسټیزو چارو ته پام وکړي.

د کاپیسا ولایت د ولایتي شورا غړی نجیب الله رحیمي هغه شان چې په نورو سیمو کې د بیا رغاونې چارو ته پام شوی او کېږي د دوی په سیمه کې نه دی شوی. د نوموړي په وینا:

"زه په څرګنده دا وایم چې په تګاب ولسوالۍ کې هېڅ داسې بنسټيز کار چې د خلکو راتلونکې ورسره ښه شي او د راتلونکې لپاره یوه پانګه واوسي نه دی شوی. یواځې یو حلقوي سړک چې په نیمه عصري بڼه جوړ شوی یادولی شم. نور د زیر بنأ په برخه کې داسې مهمه پروژه چې موږ یې شاهد و اوسو نه ده پلې شوې."

"د کلیو پراختیا وزیر ویس برمک په ویناپه راتلونکي لمریز کال کې به خپل پروګرامونه هغو سیمو ته لا پراخ او چټک کړي چې وړاندې تر دې یې چارې د بېلابېلو لاملونو له کبله پڅې وې."

د افغانستان د کلیو پراختیا وزارت وايي کاپیسا کې یې له تېرو شاوخوا ۱۰ کلونو راهیسې نژدې ۲۱۰۰ پرمختیايي پروژې پلې کړي چې شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی دی.

د کلیو پراختیا وزیر ویس برمک په ویناپه راتلونکي لمریز کال کې به خپل پروګرامونه هغو سیمو ته لا پراخ او چټک کړي چې وړاندې تر دې یې چارې د بېلابېلو لاملونو له کبله پڅې وې. نوموړی وايي:

"انشاالله په راتلونکي کال کې په تګاب او آلاسای دواړو ولسوالیو ته به خپل پام ډېره کړو. که څه هم هلته یو څه ناامني ده، خو کله چې خلک له موږ سره همکاري وکړي نو موږ کولای شو چې هلته نورې پروژې هم پلې کړو."

د تګاب ولسوالۍ یو ګن شمېر ځوانان په خپلو سیمو کې د وزګارۍ له امله ګاونډیو هېوادونو ته د کار روزګار لپاره ځي، چې د سیمې د خلکو په وینا که په خپل کور کلي کې د کار زمینې ورته برابرې شي، نو په کور لږ ګټه هم د بهر تر ډېرې ګټې ورته ښه ده. او هغه متل یادوي چې وايي د کور ګټه د لاهور ګټه.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .