هراتي بې روزګارو اعتراض وکړ

د خپريدو وخت: 21:31 گرینویچ - چارشنبه 30 جنوري 2013 - 11 سلواغه 1391

د ټولو کارګرانو غوښتنه یوه وه. دوی کار غواړي.

یو ځل بیا هم په لوېدیځ ولایت هرات کې د بې وزله کارګرانو غږ پورته شو. دوی چار شنبې (جنورۍ/۳۰ مه) د هرات د ولایت ودانۍ مخې ته غونډ شول.

دوی وایي هره ورځ په دې تمه په څلورلارو کې درېږي چې یو کار ورته پيدا شي خو بیا هم تش لاس کورونو ته ستنېږی.

نن د مدني ټولنې د څانګو یوشمېر فعالان هم د دغه کارګرانو سره یو ځای شول او د دوی له غوښتنو یې ملاتړ وکړ.

دا لومړی ځل نه دی چې بې وزله کارګر د بې روزګارۍ له کبله شکایت کوي.

په تېره یوه اوونۍ کې هم دوی په وار وار خپل غږ پورته کړی خو نن د مدني ټولنې د څانګو یو شمېر فعالان هم د دغه کارګرانو سره یوځای شول او د دوی له غوښتنو يې ملاتړ وکړ.

د ټولو کارګرانو غوښتنه یوه وه. دوی کار غواړي. یو شمېر کارګرانو ویل څو میاشتې کېږي چې یوه ورځ يې هم کار نه دی موندلی.

کارګرانو ویل ژوند يې تریخ دی او غوښتنې يې هم نه اورېدل کېږي.

په دوی کې یو شمېر دولت ته خبرداری هم ورکړ چې که غوښتنې يې و نه منل شي په تاوتریخوالي به لاس پورې کړي.

نن د کارګرانو په اعتراضي غوڼده کې د افغانستان د کارګرانو د ملي ټولنې مشر آصف حیدرزاده هم ګډون کړی و.

نوموړي هم پر دې ټینګار درلود چې دولت باید هرومرو د دې کارګرانو غږ واوري. ده یولړ وړانه دیزونه هم درلودل:

"فابریکې باید جوړې شي، کانونه باید کشف او رابر سېره شي. د سړک جوړنې او بیارغاونې په چارو کې باید کارګران په کار وګمارل شي. لکه څرنګه چې موږ د رسنیو له لارې اورېدلي په افغانستان کې ۱۲۰۰۰۰ بهرني کارګران کار کوي. یوازې ۲۰۰۰۹ يې د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې ثبت او راجستر دي. موږ په کافي کچه په افغانستان کې کارګران لرو."

په هرات کې سیمه ییزو چارواکو هم رسنیو ته ویلي چې دوی اوس مهال پر دوو لنډ مهاله او اوږد مهاله طرحو کار کوي.

د دوی په وینا په لنډ مهال کې به د مختلفو څانګو او موسسو سره د ستونزې د هواري لپاره غونډې وکړي او په اوږد مهال کې باید د خصوصي سکتور د لا ودې او د زیات شمېر کارګرانو لپاره د کار د موندلو په موخه هلې ځلې وشي خو دا مالومه نه ده چې دا طرحې به څه وخت عملي شي او څه پایلېبه لري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .