هرات: سړي تښتونو ضد کاربندیز شوی

د خپريدو وخت: 08:02 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

افغان ولسمشر حامد کرزي هم دغو کسانو ته د سختې سزا ورکولو لارښوونه کړې ده.

د افغانستان له لويديځ هراته راپورونه وايي چې دې ښار کې کاروباري خلکو د سړي تښتوونکو له لوري د يوه ماشوم د وژل کېدو په اعتراض کې کاري اعتصاب کړی دی.

په اعتصاب کې د مدني ټولنو فعالانو، ډاکټرانو او زرګونه هرات ښاریانو ګډون کړی و. دغه ماشوم چې پلار يې سوداګر دی څو اونۍ وړاندې سړي تښتوونکو بېولی وو، او څو ورځې مخکې يې کورنۍ مړی ترلاسه کړ.

هرات کې د بي بي سي خبريال وايي زرګونه کسان د ولايت مخې ته ور ټول شوي او د پېښې نهو نيول شويو عاملينو ته يي د ژر اعدام غوښتنه کوله.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم دغو کسانو ته د سختې سزا ورکولو لارښوونه کړې ده. ځايي چارواکو ویلي وو، چې دوی به د شنبې په ورځ په دې باره کې د لوړې کچې غونډه وکړي او تصمیم به ونیسي.

هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده بي بي سي پښتو وېبپاڼي ته وویل، چې دم ګړۍ د زرګونو هرات ښاریانو سوله ییزه غونډه پای ته ورسېده.

د نوموړي په خبره که څه هم غونډه پای ته ورسېده، خو لا هم د ښار ډېرې برخې تړلې شوي او په مرکزي سړکونو ډېر لږ تګ راتګ لېدل کېږي.

د نوموړي په وینا د وژل شوي ماشوم د پلار په ګډون د غونډې ګډونوالو په خپلو ویناوو کې خوښي وښوده، چې د ولسمشر کرزي په ګډون لوړپوړو چارواکو له دوی سره اړیکه ونیوه او ډاډ يي ورکړ، چې د پېښې د عاملینو په ژر او عادلانه محاکمه کې به له خبل ټول توانه کارواخلي، خو زموږ د خبریال په وینا د غونډې ګډونوالو غوښتنه کوله، چې باید د پېښې عاملین ژر تر ژره او په علني توګه محاکمه شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .