په شمال کې د قره قل کارو بار په ښۀ کېدو دى

د خپريدو وخت: 06:41 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391

قرقل له کلونو راهېسې د افغانستان په شمال کې د افغان مالدارو او یو شمېر سوداګرو د عاید یوه ښه سرچینه ده.

د افغانستان په شمال کې د قره قل سوداګر وايي چې ددغو توکو کچه ښایي د تېر کال په پرتله دوه برابره شي.

دوی وايي دغه شپې ورځې چې مېږې وري زیږوي زرګونه څرمنې مارکیټونو ته را روانې دي.

د افغانستان د قره قل د پوستکو بازار چې تر ډېره اروپا ده دغلته ته دحيواناتو د حقونو د ملاتړ ځينو ټولنو د تنکي پيداشويو وريو حلالول يو ناسم کار گڼلى وو، چې ور سره د قره قل دغه بازارونه هم يوڅۀ ساړۀ شول.

قره قل له کلونو راهېسې د افغانستان په شمال کې د افغان مالدارو او یو شمېر سوداګرو د عاید یوه ښه سرچینه ده.

دا مهال د مزار شریف د قره قل په مارکیټ کې ګڼ مالدار او سوداګر لیدل کېږي چې د مېږو د تنکیو بچیو پوستکي په لاس کې وي او پلوري یې.

افغان کوچیان او مالدار وايي چې د کال په دغه موسم کې يې قره قل یوازینی محصول او ګټه ده.

تاقیر

د تنکیو وریو یو بل ډول تاقیر بلل کېږي چې ځینې کسان یې تر زیږون وړاندې اول مور او بیا د مېږې د نس بچی حلالوي او څرمن يې لاسته راوړي.

"که دښتې شنې نه وي ورښت نه وي، ښايي یو یا دوه میلیونه پوستکي بازار ته راشي. د تېرو دوو کلونو په پرتله د قره قل پوستکي ډېر شوي."

سید محمد

ویل کیږي چې دغه ډول پوستکې چې د مخ وړۍ يې ټیټې او لا سمې نه وي غوړیدلې بېل ارزښت او بیه لري:

''سور هم قیمته دي او شنه قره قل هم قیمته دي، دغه پوستکي د ظاهرشاه په وخت ډېر خوښول، اوس مېږو ته قوچ وختي ور خوشي کوي او مېږې وختي لنګیږي، هغه پوستکی چې مور يې حلاله کړي او پوستکی د مور د نس نه را وکاږي پوست یې ډیر ښه وي چې دا کار خلک د پیسو په خاطر کوي، خو کله چې مور بچی وزیږوي بیا باید ځای پرځای حلال کړي که نو یو دوه ورځې وروسته ېې پوستکی له کاره وځي.''

د بلخ ولایت یو کوچی وایي ځینې کسان د مېږو د نازکو وریو حلالولو ته له ناچارۍ مخه کوي.

د څارويو له حقونو نه ددفاع د ټولنو له اندېښنو سره سره، اوس هم په افغانستان کې د قره قل د پوستکو بازار تود دی.

نازک وري

که څه د تاقیر او دقره قل په داوړه ډولونو ددغو پوستو لاسته راوړل د نازکو وریو له حلالولو دي، خو داسې افغانان هم شته چې دغه کړنه ورته د منلو وړنه ده.

د مزار شریف یو اوسېدونکی حاجي عبدالاحمد په همدې نظر دی:

''دا چې مور هم حلالوي او بچی هم حلالوي، ما ته نا جایزه ښکاري، ژوندی څاروي حلال کړي له نس يې بچی راوباسي چې شیدې هم نه وي خوړلې، دا د شریعت له پلوه هم لازمه نه ده، حرام دی بې رحمي ده، د ګټې نورې لارې هم شته پرېږده چې ده تنکي وري غټ شي چې له غوښې نه یې سمه استفاده وشي وړیو نه يې هم او پوستکي نه هم.''

په مزار شریف کې د قره قل یو سوداګر سید محمد وايي چې مالداري ډېره شوې ده.

نوموړی وایي که کال وچ راشي واښه ونه شي، ښايي سږکال تر دوږ میلیونو پورې د قره قل پوستکي د افغانستان بازارونه وړاندې شي:

ویل کیږي چې دا مهال د افغانستان د قره قل د پوستکو یواېنی مارکیټ دفنلډ هېواد دی.

''که دښتې شنې نه وي ورښت نه وي، ښايي یو یا دوه میلیونه پوستکي بازار ته راشي. د تېرو دوو کلونو په پرتله د قره قل پوستکو شمېر زیات شوی دي.''

قره قل چې د افغانستان د صادراتو له مهمو توکو ګڼل کيږي او میلیونونه ډالرعاید ترې لاسته راځي، په تېرو کلونو کې يې ډېرى صادرات لندن، پاريس، پولنډ او ډنمارک ته شوي دي.

خو له کله چې د حيواناتو د حقونو د ملاتړ ځينو ټولنو د تنکي پيداشويو وريو حلالول او د هغوى له پوستکو نه ګټه اخيستنه يو ناسم کار گڼلى و، ورسره د قره قل دغه بازارونه هم يوڅۀ ساړۀ شول او يو شمېر افغان سوداگر يې تاواني کړل.

ویل کېږي چې دا مهال د افغانستان د قره قل د پوستکو یواېنی مارکیټ د فنلډ هېواد دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .