افغانستان د برېښنايي پاسپورټونو وېش پیلوي

د خپريدو وخت: 22:34 گرینویچ - جمعه 01 فبروري 2013 - 13 سلواغه 1391

چارواکي وايي دغه پاسپورټونه د پرمختللې تکنالوژۍ په کارولو جوړ شوي او په سیمه کې ساری نه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په نژدې راتلونکي کې به په نړیوالو معيارونو د برابرو کمپیوټري پاسپورټونو د وېش لړۍ رسما پیل کړي.

د نويو پاسپورټونو د وېش لپاره نوي کسان په دندو ګمارل شوي او اړین وسایل یې د پاسپورټ په ریاست کې ځای پر ځای شوي دي.

چارواکي وايي دغه پاسپورټونه د پرمختللې تکنالوژۍ په کارولو جوړ شوي او په سیمه کې ساری نه لري.

اوسنيو پاسپورټونو چې په لاس لیکل شوي بهر ته تلونکي افغانان له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي او د کړاو دا لړۍ لا هم روانه ده.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي اوس يې د دغې ستونزې لرې کولو ته ملا تړلې ده.

د پاسپورټ عمومي رييس پاسوال سید احمد ناصر هاشمي بي بي سي ته وویل په راتلونکې شاوخوا یوه مياشت کې به په نړېوال سټنډرډ د برابرو کمپیوټري پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي.

د نوي پاسپورټ په لومړي مخ کې د عکس ترڅنګ ټول اساسي معلومات په درې ژبو پښتو، دري او انګلیسي لیکل شوي دي.

د هغه په وینا ټول اړین وسایل او پرسونل په واک کې لري او د همدې وسایلو او پرسونل په مټ د کمپیوټري پاسپورټونو وېش په ازمایښتي ډول دوام لري چې تر اوسه څه باندی ۶۰۰ پاسپورټونه وېشل شوي دي.

د ښاغلي هاشمي په وینا دغه نوي پاسپورټونه چې کمپیوټر لوستونکي پاسپورټونه بلل کېږي د لرونکي ټول معلومات یې ثبتېږي او د یوې نړیوالې شبکې له لارې یې په هوايي ډګرونو او سرحدي پولو کې په اړه معلومات تر لاسه کېدای شي.

خو دا وسایل یوازې د افغانستان په لږ شمېر هوايي ډګرونو کې شته دي.

د نوموړي په وینا دوی د مهاجرت له نړیوال سازمان سره په تماس کې دي او د هغوی په مرسته هڅه کوي په سرحدي پولو کې د کمپیوټري پاسپورټ د کتلو اړین وسایل برابر کړي.

د پاسپورټ عمومي رييس سید احمد ناصر هاشمي وايي د کمپیوټري پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د هویت ثبت ته ځانګړې پاملرنه کېږي خو دا مني چې د هویت ثبتول او د تذکرو د کره والي په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کول د دوی د کار پر وړاندې یوه ننګونه ده.

په پام کې ده چې په کابل کې د دې ډول پاسپورټونو د وېش له پیل درې میاشتې وروسته په پنځو ولایتونو بلخ، هرات، ننګرهار، کندهار او کندوز کې د کمپیوټري پاسپورټونو د وېش لړۍ هم پیل شي.

د کمپیوټري پاسپورټ د وېشلو لپاره د پاسپورټ په عمومي ریاست کې څو خونې ځانګړې شوې دي.

لومړی د عرایضو یا اپلېکشن خونه ده او له هغه وروسته بیا د اې ګروپ خونه ده چې د پاسپورټ غوښتونکي په اړه بشپړ معلومات راټولوي او معلومات په ذخیره یا ډیټا بیس کې ثبتوي.

د دې ټولو اجرااتو له بشپړېدو وروسته پاسپورټ په یوه بله خونه کې د ځانګړو پرنټرونو په کارولو چاپېږي.

د تحریر په څانګه کې بیا په لاس پاسپورټونه لیکل کېږي.

د دې څانګې مسؤول وايي د ورځې تر ۵۵۰ پاسپورټونو پورې لیکل کېږي چې ځینې یې نوي او ځینې نور بیا پخواني دي چې د صلاحیت موده یې تمدید کېږي.

د پاسپورټ د عمومي ریاست مشر سید احمد ناصر هاشمي وايي اټکل کوي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به کمپیوټري پاسپورټونه په لاس د ليکل شويو پاسپورټونو ځای ونیسي.

په افغانستان کې څلور ډوله سیاسي، خدمت، سوداګريز او عادي پاسپورټونه کارول کېږي خو لومړني دوه یې چې د بهرنیو چارو وزارت له خوا دېپلوماتانو او دولتي کارکوونکو ته ورکول کېږي له څو میاشتو راهیسې په کمپیوټري بڼه چاپېږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .