لندن کې له پاکستاني چارواکو سره د کرزي خبرې

د خپريدو وخت: 10:45 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391
حامد کرزی

حامد کرزی به د لندن د ناستې په څنډو کې د برتانیا د نړیوالې پراختیا له وزیرې جسټین ګرنینګ او ځینو نورو چارواکو سره پر یو لوړ موضوع ګانو خبرې وکړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برتانیا ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره برتانیا ته روان شو.

له ارګه خپور شوی خبر وايي، چې له ولسمشر کرزي سره په دې سفر کې د کابینې ځینې وزیران او یو شمېر امنیتي چارواکي هم مله دي.

حامد کرزی او ورسره پلاوی به په لندن کې درې ورځې تېروي او له بېلابېلو برتانوي چارواکو سره به ګوري.

د دغه سفر له اصلي هدفونو یو هم له پاکستاني چارواکو سره د سولې په تړاو د همکارۍ د ډېرولو پر سر خبرې دي.

همداشان، د دواړو هېوادونو چارواکي به د ترهګرۍ ضد مبارزې په چټکتیا له یو بل سره وغږېږي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت پر رییس د ځانمرګي برید له کبله د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکي ترینګلي شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، حامد کرزی د برتانیا د لومړي زویر ډیویډ کامیرون په بلنه هغه هېواد ته غوښتل شوی و.

په پام کې ده چې افغان ولسمشر او ورسره پلاوی له پاکستاني او برتانوي چارواکو سره د افغانستان پر امنیت، سولې، ترهرګرۍ ضد مبارزې، او سیمه ییزو همکاریو وغږېږي.

حامد کرزی به د لندن د ناستې په څنډو کې د برتانیا د نړیوالې پراختیا له وزیرې جسټین ګرنینګ او ځینو نورو چارواکو سره پر یو لوړ موضوع ګانو خبرې وکړي.

نوموړی د برتانیا له سفر وروسته، ناروې او مصر ته هم روان دی.

انفرادي خبرې

څو ورځې مخکې ولسمشر حامدکرزي خبر داری ورکړ، چې د سولې له عالي شورا پرته به د سولې هر ډول خبرې اترې ناوړه پایلې ولري.

ولسمشر کرزي په افغانستان کې پر ټولو سیاست والو او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې انفرادي خبرې د بهرنیانو دسیسه ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .