د میدان وردګو ناامني کابل ناامنه کوي

د خپريدو وخت: 08:31 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

د میدان وردګو له ځینو ولسوالیو بهرني ځواکونه له ژمي مخکې ووتل.

د افغانستان مرکزي ولایت میدان وردګو والي عبدالمجید خوګیاڼی وايي، د میدان وردګو ناامني نېغ په نېغه پر کابل او ګاونډیو ولایتونو ناوړه اغېز کوي.

نوموړي دا څرګندونې د سیمه ییزو ارګانونو له لوري د میدان وردګو او لوګر د والیانو له لوري د امنیتي وضعیت په اړه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

ښاغلي خوګياڼي په څرګندونو کې د میدان وردګو امنیتي وضعیت ناوړه وباله.

د وردګو والي وویل، په دغه ولایت کې پر ناامنیو سربېره، د هزاره ګانو او کوچیانو ترمنځ ترینګلتیا ان د جګړې تر پولې رسېدلې ده:

"د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د شخړې د مخنیوي لپاره که چېرې تر دوو میاشتو پورې موږ اساسي ګامونه وانخلو، د دوی ترمنځ جګړه پېښېدونکې ده. دا جګړه د هېواد نورو سیمو ته هم لېږدېدلی شي. زه په مسؤولیت سره ویلی شم، چې تر پسرلي راتلو مخکې باید شخړمنو سیمو ته نور ځواکونه واستول شي. "

والي له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل، چې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ د شخړې ختمولو لپاره یو باصلاحیته کمیسیون وټاکي او ژر تر ژره د دغې لانجې د غوڅولو لپاره جدي ګامونه واخلي.

ده وویل، چې دغې لانجې ته ځینې بهرني هېوادونه هم لمن وهي، خو په څرګنده یې د کوم ګاونډي هېواد نوم وانخیست.

سیاسي ډرامه

"په دغه ولایت کې دې یو صنعتي پارک، د مېوې یوه منډيي، د سړو خونه، مسلخ، د بسونو تم ځای او یو لوی جومات (عیدګاه) جوړ شي."

عبدالمجید خوګیاڼی

هغه وویل، چې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ شخړې د یوې سیاسي ډرامې بڼه غوره کړې ده، چې تېر کال له مرکز میدانښاره تر جلریز ولسوالۍ پورې توکمیزې وژنې وشوې.

مجید خان دا هم وویل، هومره امکانات نه لري، چې د میدان وردګو خطرناکې لارې خوندي کړي:

"په میدان وردګو کې، ملي امنیت، ملي پولیسو او ملي اردو ډېر لږ دي؛ ځکه چې د میدان وردګو هر کلي او کوڅې ته د جګړې لمن غځېدلې ده. موږ هرې سیمې ته رسیدګي نه شو کولی. "

دغه افغان والي خبر داری ورکړ، که چېرې تر راتلونکي پسرلي پورې د میدان وردګو ولایت امنیت ته سمه پاملرنه ونه شي، شاید کابل کې هم د میدان وردګو په څېر امنیت خراب شي.

د امنیتي مسؤولیت د لېږد د کمېسیون مشر اشرف غني احمدزي هم وویل، تر هغو پورې چې د کابل په دوو څنګلورو میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې امنیت خراب وي، کابل هم ورسره ناامنه دی.

پرمختیايي پروژې

د میدان وردګو والي د دغه ولایت اقتصادي وضعیت او پرمختیايي پروژو ته په کتو سره وویل، چې د دغه ولایت ۹۵ سلنه وګړي بې کاره دي، چې په وینا یې که چېرې هلته بنسټیزې او پرمختیايي پروژې پيل شي، د خلکو اقتصادي وضعیت به هم ورسره ښه شي او په امنیتي وضعیت به مثبت اغېز وکړي.

په میدان وردګو کې دوې مهمې لارې تېرې شوې، چې یوه یې د کابل- کندهار، هرات لویه لار ده، او بله ګاونډي بامیانو ته غځېدلې لار ده.

د وردګو والي عبدالمجید خان خوګیاڼی

خوګیاڼی وايي، د میدان وردګو د کوچیانو او هزاره وو ترمنځ شخړې ته بهرني هېوادونه لمن وهي.

د میدان وردګو ډېری وګړي پر کرنیزو حاصلاتو، مالدارۍ او کوچنیو سوداګریو تکیه کوي.

والي وايي، چې په دغه ولایت کې ۴۳ ډوله معدنونه شته، چې په دغو درېیو سکتورونو کې پانګونه له بې وزلۍ څخه د وګړو د خلاصون لاره کېدای شي.

د میدان وردګو والي له حکومته په دغه ولایت کې د یوه صنعتي پارک، د مېوې منډيي او سړو خونو د جوړولو غوښتنه وکړه:

"په دغه ولایت کې دې یو صنعتي پارک، د مېوې یوه منډيي، د سړو خونه، مسلخ، د بسونو تم ځای او یو لوی جومات (عیدګاه) جوړ شي. "

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .