"ښايي سالنګ لار به تر درې ورځو تړلې وي"

د خپريدو وخت: 11:37 گرینویچ - شنبه‬ 02 فبروري 2013 - 14 سلواغه 1391

پردغه لویه لار، چې د افغانستان شمالي برخې له سوېلي هغو سره نښلوي، په ورځني ډول سلګونه موټر تګ راتګ کوي.

د افغانستان په شمال کې د سالنګ لویه لار له پرون ماښامه د واورې اورېدو له کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې او چارواکي وايي، ښايي تر راتلونکو دریو ورځو پورې بنده پاتې شي.

پردغه لویه لار، چې د افغانستان شمالي برخې له سوېلي هغو سره نښلوي، په ورځني ډول سلګونه موټر تګ راتګ کوي.

چارواکي وايي، نن ماسپښین( شنبه د فبروري دویمه) یې یوازې د څو ساعتونو لپاره په موقت ډول په دواړو لوریو کې تمو مساپر وړونکو موټرو ته د تګ اجازه ورکړه، خو په ټوله کې به لار د وضعې تر ښه کېدو پورې تړلې وي.

د دغې لویې لارې د ساتنې مشر جنرال رجب بي بي سي ته وویل، چې له تېر ماښام راهیسې یې دغه لار ځکه د ترافیکو پر مخ وتړله، چې په وینا یې له تېرو دوو ورځو راهیسې په شمالي څنډه کې د توپان په ملتیا د سالنګ په دواړو غاړو کې درنه واوره اوري.

د نوموړي په خبره" له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې په سوېلي خوا کې درنه واوره ورېږي او په شمالي څنډه کې توپان هم ورسره مل دی. د پرون ماښام له اوو بجو راهیسې موږ له دې کبله لار د ترافیکو پر مخ وتړله چې مساپرو ته کومه ستونزه پېښه نه شي او دوی خوندي پاتې شي."

ښاغلي رجب همداراز وویل، چې نن ماسپښین یې په لنډمهالي ډول د څو ساعتونو لپاره په دواړو غاړو کې تمو مساپر وړونکو ګاډو ته له سالنګه د تېرېدو اجازه ورکړه، خو ټینګار یې وکړ، چې د وړاندویېنو له مخې، په سیمه کې د راتلونکو دریو ورځو لپاره د درنو واورو اټکل کېږي او له همدې امله به دغه لار هم په ټوله کې د موټرو پر مخ تړلې وي.

ده د دغې لارې له مساپرو او موټر چلوونکو هیله وکړه، چې حوصله وکړي او د وضعې په ښه کېدو به لاره د دوی پر مخ بېرته پرانیزي.

د سالنګ لویه لار د هېواد شمالي ولایتونه له پلازمېنې او سوېلي ولایتونو سره نښلوي. پر دغه لار په ورځني ډول سلګونه مساپر وړونکي او بار وړونکي ګاډي تګ راتګ کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .