امنیتي تړون په اړه د خبرو دریم پړاو پای ته ورسېد

د خپريدو وخت: 12:13 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

د دغو مذاکراتو اصلي موخه له ۲۰۱۴ زېږديز کاله وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځونو پاتې کېدل بلل شوي دي.

د افغانستان او د امریکا د متحده ایالتونو ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي موافقه لیک دریم پړاو خبرې په کابل کې پای ته ورسېدې.

افغان چارواکي وايي، د دریم پړاو خبرې په دوستانه فضا کې ترسره شوې، خو کومه پایله يي نه درلوده.

د چارواکو په وینا د امنیتي موافقه ليک په اړه به خبرې او بحثونه دوام وکړي او راتلونکي پړاونه به يي هم په کابل کې ترسره شي.

د دغو مذاکراتو اصلي موخه له ۲۰۱۴ زېږديز کاله وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځونو پاتې کېدل بلل شوي دي. د امریکايي سرتېرو قضایي خونديتوب، چې په افغانستان کې به د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته پاتې کېږي، د دغه موافقه لیک یوه له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیز امنیتي موافقه لیک، چې د دریم پړاو خبرې یې په کابل کې ترسره شوې، د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيک تړون مهمه برخه جوړوي.

افغان لوری له دغه موافقه لیکه داسې تمه لري، چې امریکا د افغانستان د امنیتي ځواکونو په پیاړوي کولو کې ونډه واخلي او دغه ځواکونه وتوانېږي چې په یوازې سرله هېواده دفاع وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې ورځې په خبري غونډه کې وویل، د دوه اړخیز امنیتي موافقه لیک په تړاو د دریم پړاو خبرې پای ته رسېدلې، خو دغه خبرې به په راتلونکې کې هم روانې وي.

د هغو امریکايي سرتېرو د قضايي خونديتوب موضوع، چې له ۲۰۱۴ زېږدیز کاله وروسته په افغانستان کې يي پوځي ماموریت پای ته رسیږي او تر هغې وروسته به هم په افغانستان کې پاتې کېږي، د دغه موافقه لیک یوه بله مهمه موضوع ده. ښاغلی موسی زی وايي، په دې برخه کې به یوه لویه جرګه پرېکړه کوي.

"تر دې مخکې افغان او امریکايي چارواکو ویلي و، چې د امریکا متحده ایالتونه د دايمي اډو غوښتونکي نه دي او نه غواړي د ګاونډیو هېوادونو لپاره یو ګواښ واوسي، دا هغه څه دي، چې په موافقه لیک کې به روښانه شي."

تراوسه روښانه نه ده، چې امریکا به د افغان حکومت له دغې پرېکړې سره موافقه وکړي که نه؟ خو په کابل کې د امریک سفارت ویاند عباس کامند، بي بي سي ته وویل، چې هېواد يي د افغان دولت دغې پرېکړې ته درناوی لري.

"د امریکا او افغانستان ولسمشرانو ترمنځ ګټورې خبرې وشوې، او ولسمشران یي له مخې ژمن شول، چې د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه ژر یوې پرېکړې ته سره ورسېږي. له همدې کبله ځانګړو استازو ښاغلي اکلیل حکیمي او ښاغلي جېمز وارلېک، په تېرو ورځو کې ډېرې ښې خبرې درلودې. موږ د افغان دولت هغې پرېکړې ته درناوی کوو، چې د قضايي موضوع خبره لویې جرګې ته وړاندې کوي."

تر دې مخکې افغان او امریکايي چارواکو ویلي و، چې د امریکا متحده ایالتونه د دايمي اډو غوښتونکي نه دي او نه غواړي د ګاونډیو هېوادونو لپاره یو ګواښ واوسي، دا هغه څه دي، چې په موافقه لیک کې به روښانه شي.

دواړو لورو ټینګار کړی، چې خبرې د افغانستان د ملي ګټو او ملي حاکمیت له مخې کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .