سیمه ییز پولیس د خلکو په ځورولو نیول شوي

د خپريدو وخت: 17:35 گرینویچ - 03 فبروري 2013 - 15 سلواغه 1391

اوس مهال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په شاوخوا ۶۰ ولسوالیو کې سیمه ییز پولیس فعال دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اووه تنه پولیس د خلکو د ځورونې په تور نیولي دي.

پر دغو پولیسو د باج اخیستنې، په غاښونو د خلکو د غوږونو د پرې کولو، او د پولیسو له جامو د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه لګېدلې دي.

چارواکي وايي، د دغو کسانو دوسیې په قضا کې تر څېړنې لاندې دي او ډېر ژر به ورته سزا ورکړل شي.

د سیمه ییزو پولیسو عمومي قومندان علي شاه احمدزي بي بي سي ته وویل د نیول شوو پولیسو پنځه سیمه ییز او دوه نور ملي پولیس دي.

د ښاغلي احمدزي په وینا په دغو پولیسو کې یو تن د دوو مېرمنو پر وژنې او نور د خلکو نه د باج اخیستو او د هغوی په ځورولو تورن دي.

دغه پولیس د خلکو تر شکایتونو وروسته د کندوز په دشت ارچي او چهار درې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

ښاغلی احمدزی وايي، په سیمه ییزو پولیسو کې د بخښنې دود نشته او د دغو پولیسو هر غړی، که په لوړ مقام کې هم وي، که جرم وکړي نو سزا به ورکول کېږي.

سره له دې چې سیمه ییز پولیس د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې او د ملي پولیسو تر امر لاندې کار کوي خو د خلکو په وینا له نا مسووله وسله والو ډلو سره ډېر توپیر نه لري.

د سیمه ییزو پولیسو تر جوړېدو وروسته کله نا کله د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د دوی د ناقانونه کړنو په اړه رپوټونه ورکړل شوي خو دا لومړی ځل دی چې یو شمېر غړي يې د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور نیول کېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ويلي و چې سیمه ییز پولیس د نا امنیو او له بشري حقونو نه د سرغړونې لامل شوي او ځینې سرتېري یې د نامسووله وسله والو ډلو له منځه جذب شوي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ هم ویلي و چې سیمه ییز پولیس په یو شمېر سیمو کې سم چلند نه کوي او زیاته کړې یې وه چې له همدې امله له ملي پولیسو سره د د غو پولیسو د ورګډولو لپاره پر یو پروګرام کار کوي.

اوس مهال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په شاوخوا ۶۰ ولسوالیو کې سیمه ییز پولیس فعال دي.

د سیمه ییزو پولیسو د جوړېدو طرحه شاوخوا دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پخواني عمومي قومندان جنرال ډېوېد پټریوس له خوا وړاندې شوه.

د دغو پولیسو د جوړېدو پر مهال هم ځینو مخالفتونه موجود و، خو د امریکا متحده ایالاتو ځکه دا ډول پولیس جوړ کړل چې په لرو پرتو سیمو کې امنیتي وضعیت ښه کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .