ناانډوله افغان سوداګري اقتصادي کړکېچ زیږوي

د خپريدو وخت: 12:57 گرینویچ - چارشنبه 06 فبروري 2013 - 18 سلواغه 1391

چارواکو هیله وښوده چې د دغې ټولنې په جوړېدو به د افغان صادروونکو پر وړاندې شته ستونزې راکمې شي.

افغان چارواکي وايي، که د افغانستان په صادراتو او وارداتو کې نسبي انډول را نه شي، د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته به د دغه هېواد اقتصاد له جدي ننګونو سره مخامخ شي.

په ۱۳۹۰ لمریز کال کې افغانستان د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل. خو د دې پر وړاندې په همدغه کال کې له بهرنیو هېوادونو د دغه هېواد واردات ۶،۱۵ میلیارده ډالره وو.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، که د دغه هېواد د صادراتو او وارداتو تر منځ یو پرتلیز انډول را نه شي، نو هېواد ته به په راتلونکي کې سختې اقتصادي ستونزې ورپېښې شي.

کلېکاږل د افغاني صادراتو نندارتون

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوارلحق احدي په کابل کې یوې غونډې ته وویل، چې که د نړیوالو د مرستو له کمېدو وروسته د دغه هېواد د صادراتو او وارداتو تر منځ یو پرتله ییز انډول رامنځته نه شي، په راتلونکي کې به د افغانستان اقتصاد له جدي ننګونو سره مخامخ شي:

''دا اوسنی حالت دوام نه شي کولی، چې زموږ واردات دې هر کال شپږ میلیارده ډالره وي او صادرات دې څلور میلیارده ډالر وي. اوس خو له موږ سره څه ناڅه مرسته نړیوال کوي، او یوه اندازه نوره مرسته بیا په بهر کې د مېشتو افغانانو له لوري کېږي.''

ښاغلي احدي دغه خبرې په هغه غونډه کې وکړې، چې د افغانستان د صادروونکو ټولنې د پرانېستې په تړاو جوړه شوې وه.

د دغې نوې جوړې شوې ټولنې چارواکي وايي، موخه یې د افغانستان د صادراتو ډېرول او په منظم او معیاري ډول اداره کول دي. دوی همداراز وايي، چې د دغې ټولنې له لارې به صادروونکو ته دا زمینه برابره شي، چې د ورپېښو ستونزو په اړه له یوه یوازني بنسټ څخه په یوه خوله خپلې ستونزې له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.

صنعتي پارکونه

د صادروونکو ټولنې مشر حاجي حسن وویل، چې د افغانستان د صادراتو پر وړاندې د پروسس د ځایونو، برېښنا او صنعتي پارکونو نشتوالی او ځینې نور ستر خنډونه موجود دي، چې دولت یې باید په لرې کولو کې ورسره مرسته وکړي.

صادرات

په نورو صادرېدونکو توکیو کې طبي بوټي، قره قل او نور حیواني پوستکي، معدني تيږې او مالوچ د یادولو وړ دي.

د سوداګرۍ وزارت هم د دغې ټولنې جوړېدل مهم وبلل او هیله یې وښوده، چې له دې لارې به صادروونکو سوداګرو ته د ورپېښو ستونزو په اړه دوی ته په وخت خبر ورکول کېږي او دوی به یې په اړه ګام پورته کوي.

ښاغلی احدي وویل، چې د عوایدو او صادراتو ډېرول به د وارداتو او صادراتو تر منځ انډول جوړولو کې مرسته وکړي.

نوموړي همداراز وویل، چې د صادراتو د ډېرولو لپاره باید صادرېدونکي توکي په نړیوالو معیارونو برابر شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، د دغه هېواد لخوا بهر ته د لېږدېدونکو توکیو۳۷ سلنه قالینې، څه کم ۳۷ سلنه وچه مېوه، او اووه سلنه تازه مېوه جوړوي.

په نورو صادرېدونکو توکیو کې طبي بوټي، قره قل او نور حیواني پوستکي، معدني تيږې او مالوچ د یادولو وړ دي.

د یادې غونډې په څنګ کې د ځینې دغو صادرېدونکو توکیو یو نندارتون هم جوړ شوی و.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .