تګاب کې د ایساف چورلکه رالوېدلې

د خپريدو وخت: 09:49 گرینویچ - پنجشنبه 07 فبروري 2013 - 19 سلواغه 1391

ایساف وايي سپرو کسانو ته زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان ختيځ کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د ایساف یوه چورلکه رالوېدلې ده.

په افغانستان کې مېشتو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، چورلکه

نن (پنجشنبه/فبروري اوومه) د هېواد په ختيځ کې رالوېدلې ده.

که څه هم ایساف د پېښې اصلي ځای نه دی ښودلی، خو وايي چې پېښه کې د چورلکې ټوله سپرۍ رکه روغه ده او سیمه کلابنده شوې ده.

ایساف وايي د پېښې په اړه نور جزییات اوس نه شي ورکولی.

د تګاب امنیه قومندانۍ ویلي، دوی ته داسې کره مالومات نه دي ورغلي، چې ایا چورلکې بېړنۍ ناسته کړې او که په ډزو رالوېدلې ده.

خو د کاپیسا د ولایتي شورا مشر محمد حسین سنجني رسنیو ته ویلي، چورلکه د تګاب په مهم خېلو سیمه کې غرمه مهال راولوېده.

نوموړی وايي پر چورلکه لومړی ډزې شوې، او ودې شي چې د وسله والو په ډزو رالوېدلې وي.

جګړه

خو یوه عیني شاهد ویلي چې د چورلکې رالوېدو سیمې ته څېرمه له نن ګهیځ راهیسې د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه وه.

عیني شاهدانو ویلي، تر لوېدا وروسته یې له چورلکې د اور لمبې لیدلې دي.

وسله والو طالبانو ادعا کړې ده، چې چورلکه د دوی جنګیالیو راغورځولې ده.

دوی وايي، تر لوېدو وروسته، چورلکې اور اخیستی، او دا ادعا هم کوي، چې سیمه د دوی د جنګیالیو په کنټرول کې ده.

د دوی په ادعا، د چورلکې ټوله سپرلۍ له منځه تللې ده، خو نور مالومات یې په اړه نه دي ورکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .