''افغان چارواکو ۳،۹ میلیارد ډالر بډې اخیستې''

د خپريدو وخت: 12:42 گرینویچ - پنجشنبه 07 فبروري 2013 - 19 سلواغه 1391

په شمال ختیځو سیمو کې ۶۰٪ په جنوبي سیمو کې ۴۰٪ او په مرکزي سیمو کې ۳۹٪ خلکو بډې ورکړې دي.

افغان چارواکو تېر کال نژدې څلور زره میلیونه ډالره بډې اخیستې دي.

ددغې سروې له مخې تېر کال نیمايي افغانانو په دولتي ادارو کې د خپلو چارو د ترسره کولو لپاره بډې ورکړې دي.

سروې دغه راز ښيي چې تېر کال نادولتي موسسو ته هم شاوخوا شپږ سوه میلیونه ډالره بډې ورکول شوې دي.

افغان حکومت ددغې سروې هرکلی کړی دی او وايي له فساد سره د مبارزې په برخې کې پرمختګونه هم شوي دي.

له مخدره موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې UNODC او له اداري فساد سره د مبارزې او څار افغان ادارې نوې سروې د پولیسو، سیمه ییزو ارګانونو، قضايي ، د پوهنې او لوړو زده کړو په بسټونو کې ترسره شوې ده.

ددغې سروې له لارې په ټول افغانستان کې له ۶۷۰۰ تنو افغانانو سره مرکې شوې دي او ښيي چې د پولیسو، سیمه ییزو ارګانونو او قضايي ادارو کې فساد یو څه کم شوی دی، خو د پ،هنې او لوړو زده کړو په څانګو کې د فساد او بډو کچه له ۵۱ تر ۶۰ سلنې لوړ شوې ده.

له مخدره موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو سیمه ییز استازی ژان لوک وايي د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې افغان چارواکو ته نژدې څلور زره میلیونه ډالره بډې ورکول شوې دی:

د عوایدو دوه برابره

"له فساد سره د مبارزې اداره او افغان حکومت د خلکو له نظرونو په بشپړه توګه ملاتړ کوي"

محمد رفیق امیني

''په دې هېواد کې هېڅوک له دې حقیقته سترګې نه شي پټولی چې اداري فساد یوه ستره ننګونه ده. دا ډېره لویه ستونزه ده، تېر کال د ورکړل شویو بډو اندازه ۳،۹ میلیارده ډالرو ته رسیږي. که دا پرتله کړو نو د حکومت د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو د عوایدو دوه برابره ده چې د دولتي خدمتونو له لارې یې ترلاسه کړي دي''.

دغه سروې ښيي چې په ۲۰۱۲ کال کې نیمايي افغانانو چې دولتي ادارو ته ورغلي بډې یې ورکړې دي. دغه شمېرې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې توپیر کوي.

ددغې سروې له مخې د افغانستان په لویدیځ کې ۷۱٪ خلکو په دولتي ادارو کې د خپلو چارو د سرته رسولو پر مهال بډې ورکړې دي.

په شمال ختیځو سیمو کې ۶۰٪ په جنوبي سیمو کې ۴۰٪ او په مرکزي سیمو کې ۳۹٪ خلکو بډې ورکړې دي.

جنوب

ددغې سروې د موندنو له مخې په جنوبي سیمو کې سیمه ییزو غیر حکومتي فعالینو له هغې ډلې د قومونو مشران، ملایان او د طالبانو وسله والې ډلې تر ډېره د بډو په چارو کې ښکېل دي چې کچه یې شپېتو سلنې ته رسیږي.

په افغانستان کې یواځې حکومتي ادارې نه دي چې په فساد کې ډوبې دي بلکې د ملګرو ملتونو او افغان حکومت د نوې سروې له مخې په نادولتي موسسو کې هم په پراخه کچه فساد موجود دی.

سروې ښيي چې تېر کال دغو موسسو ته د ورکړل شویو بډو اندازه ۶۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

د ښاغلي ژان لوک په وینا په افغانستان کې تر امنیت وروسته فساد دویمه ستره ننګونه بلل کیږي او د هغه په باور د حل لارې یې نه یواځې په حکومت بلکې په ټولنه کې هم ولټول شي.

سروې ښيي چې تېر کال دغو موسسو ته د ورکړل شویو بډو اندازه ۶۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

په همدې حال کې د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې او څار اداره وايي ددغې سروې هرکلی کوي او وايي چې په نړیوالو معیارونو ترسره شوې ده. ددغې ادارې د پالیسۍ او پروګرامونو څانګې مشر محمد رفیق امیني:

''له فساد سره د مبارزې اداره او ملګرو ملتونو د سروې او د خلکو د نظرونو په برخه کې په بشپړه توګه بېطرفه دي. سروې د افغانستان د خلکو ژبه ده چې په ټولو ولایتونو کې له خلکو سره د مرکو په ترڅ کې ترسره شوې ده.

له فساد سره د مبارزې اداره او افغان حکومت د خلکو له نظرونو په بشپړه توګه ملاتړ کوي''.

خو ښاغلی امیني وايي په ځینو برخو کې له اداري فساد د مبارې په برخې کې ښه پرمختګونه شوي دي. خو زیاتوي چې لا هم په ځینو برخو کې پراخې ستونزې شته، چې د له منځه وړلو لپاره یې باید ځانګړې لارې چارې غوره شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .