لسګونو هلمندیانو په کابل کې لاریون وکړ

د خپريدو وخت: 14:57 گرینویچ - شنبه‬ 09 فبروري 2013 - 21 سلواغه 1391

د هلمند ولایت لسګونو اوسیدونکو په کابل کې لاریون وکړ او له چارواکو یې غوښتنه کوله چې د بيارغونې، امنیت، روغتیايي خدمتونو، ښوونې او روزنې په برخه کې هلمند ته پام وکړي

د سویلي ولایت هلمند لسګونو اوسیدونکو د هغه څه پرضد چې دوی یې په هلمند کې د حکومت نه پاملرنه بولي په پلازمېنه کابل کې لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د بیارغونې، امنیت، روغتیایي خدمتونو، ښووني او روزنې په برخه کې حکومت په بې غورۍ تورن کړ.

د دوی یوه لویه غوښتنه د کجکي د بریښنا د بند د بیا جوړولو وه.

د لاریون کوونکو په خبره د کجکي بند دوی ته ډېر ارزښت لري خو حکومت یې رغولو ته پام نه کوي.

دغو هلمندیانو شکایت کاوه چې په تېرو ۱۱ کلونو کې د کجکي د بریښنا بند ته هیڅ پام نه دی شوی.

د هلمند دغو اوسیدونکو سلګونه کیلو متره لار وهلې او چارواکو ته د خپلو شکایتونو د اورولو په خاطر کابل ته راغلي دي.

دوی نن د اوبو او بریښنا وزارت مخ ته راټول شوي وو او شعارونه یې ورکول.

هلمندي لاریون کوونکي وايي تر هغه به خپلو سوله ییزو لاریونونو ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې پوره شوې نه وي.

د کجکي بند

په تېرو څو کلونو کې نا امنۍ هغه لویه ننګونه بلل شوې چې د کجکي بند د بیا جوړولو چارې یې ټکنۍ کړي دي.

خو د هلمند چارواکي وایې هلمند کې امنیت ښه دی او نه پوهېږي چې د افغانستان د اوبو او بریښنا وزارت په کوم دلیل د کجکي بند د بیا جوړولو چارې نه پیلوي.

پانګونه

څو اوونۍ وړاندې د افغانستان د اوبو د زیرمو د پراختیا په دریم کانفرانس کې ولسمشر حامد کرزي وویل بهرني مرسته کوونکي د افغانستان د اوبو پر زیرمو د پانګونې لیوالتیا نه لري.

ولسمشر کرزي ویلي وو چې له دې وروسته به د افغانستان حکومت هڅه کوي چې په خپل لګښت د هېواد د اوبو لویې پروژې عملي کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .