جنرال ډنفورډ د جنرال الن ځای ناستی شو

د خپريدو وخت: 10:21 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391
جنرال ډنفورډ

جنرال ډنفورډ وړاندې د امریکا د سمندري ځواکونو مرستیال قومندان و.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان الن پرځای د سمندري ځواکونو یو مرستیال قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ ټاکل شوی.

دا به د ۲۰۱۴ کال ترپایه د جنګېدونکو بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو وروستی قومندان وي.

جنرال ډنفورډ د یکشنبې په ورځ (فبروري ۱۰) په کابل کې د مشرۍ د بدلون په جوړو شو مراسمو کې وویل:

''نن د تغییر او بدلون مساله مطرح نه ده، بلکې ماموریت ته دوام ورکول مهم دي. د ایتلافي ځواکونو اراده نه ده بدله شوې. هغه څه چې نه دي بدل شوي، د دغه ټیم نظم او روحیه دي، د افغان امنیتي ځواکونو د پام وړ وده نه ده بدله شوې. په دغه ماموریت کې زموږ ژمنتیا نه ده بدله شوې. او تر ټولو مهمه دا چې په دې جګړهه کې د بریالیتوب قطعي کېدل نه دي بدل شوي.''

جنرال ډنفورډ به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو هغه وروستی قومندان وي، چې دنده یې تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر بهیر او افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیت د لېږد پر مسایلو راټوله وي.

په پام کې ده، چې افغان ځواکونه په راتلونکي پسرلي کې د هېواد ټول امنیتي مسؤولیتونه پرغاړه واخلي.

نړیوال ځواکونه پلان لري، چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه پورې د هېواد ټولې امنیتي چارې افغان ځواکونو ته وسپاري.

جنرال الن په افغانستان کې د ۱۹ میاشتو لپاره د بهرنیو ځواکونو مشر پاتې شوی.

نوموړی د ۲۰۱۱ د جولای په لومړیو کې د ایساف قومندان شو.

وړاندې د بهرنيو ځواکونو قومندان جنرال جان الن بي بي سي ته ویلي وو، چي ځواکونه يې په افغانستان کې د جګړې د ګټلو پر لور روان دي.

د جنرال جان الن دا څرگندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې له ٢٠١٤ م کاله وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو سرتېرو شمېر لا د سپينې ماڼۍ له خوا نه دى اعلان شوى.

جنرال ډنفورډ وړاندې د امریکا د سمندري ځواکونو مرستیال قومندان و.

جنرال جوزف ډنفورډ

  • د امریکا ماساچوسټس ایالت په بوسټن کې ۱۹۵۵ زیږېدلی
  • ۱۹۷۷ کې یې پوځي خدمت پیل کړی، په ټولو کچو د پلی ځواکونو د افسر په توګه ګمارل شوی
  • په ۲۰۰۳ کال پر عراق د یرغل پرمهال یې د سمندري ځواک له ۵ قطعې سره د "جو جګړې" لقب ګټلی
  • د ۲۰۱۰ له اکتوبره ۲۰۱۲ دسمبر پورې د سمندري ځواکونو مرستیال قومندان پاتې شوی

نوموړي مخکې د امریکايي پلی وسله وال ځواک، د ۱ نمبر پلی ځواکونو د قطعې، د عملیاتو د مدیریت د څانګې او د عملیاتو او تګلارو د پلان جوړونې مشري کړې ده.

د عراق مخکنی قومندان

جنرال ډنفورډ په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان کې د شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ نړیوالو ځواکونو، چې ۶۸۰۰۰ یې امریکایان دي، پنځم جګپوړي پوځي قومندان دی.

نوموړی د ۲۰۱۰ له اکتوبر راهیسې د په عراق کې د امریکايي سمندري ځواکونو مرستیال قومندان و.

دا لا څرګنده نه ده، چې امریکا تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې څومره امریکايي پوځيان پرېږدي.

رپوټونه وايي، تېره میاشت د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د ۳۰۰۰ او ۹۰۰۰ ترمنځ د پوځيانو د پاتې کېدو وړاندیز کړی و.

جنرال الن

جنرال الن بي بي سي ته ویلي چې: "له اورپکو سره مبارزه وخت ته اړتیا لري. د وخت په تېرېدو به جوته شي جې موږ څومره بریالي شوي یو."

خو د امريکايي ځواکونو لوی قومندان، جنرال مارټين ډېمپسي، ويلي چې په افغانستان کې به تر ۲۰۱۴م کال وروسته د پاتې کېدونکو امريکايي پوځيانو شمېر دومره وي چي خپل ماموريت په سمه توګه تر سره کړي.

ښاغلي ډېمپسي چې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د قومندان جان الن نه د هغه ځاى ناستي جنرال جوزف دنفورد ته د واک د لېږد په مراسمو کې گډون په موخه دغه هېواد ته په لاره و، په جرمني کې خبريالانو ته وويل امريکايي ځواکونه به هغه مهال په بشپړه توگه له افغانستانه ووځي چې دواړه هېودونه په دوه اړخيز امنيتي تړون کې د امريکايي ځواکونو د قضايي مصونیت يا خونديتابه پر سر کومې هوکړې ته ونه رسېږي، لکه څنگه چې په عراق کې وشول.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .