پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو محاکمه

د خپريدو وخت: 12:58 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

په دې راپور کې غوښتنه شوې چې نوموړی ماشوم باید ژر تر ژره خوشې کړای شي او پر ځای یې د هغه ساتنه وکړي.

له دې وړاندې څو ځله د بشري حقونو سازمانونو له ماشومانو د ناوړه جنسي ګټې اخستنې له امله خپله اندیښنه ښودلې ده، خو دا ځل د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له افغان دولت څخه غوښتي دا سې ګامونه پورته کړي چې د دا ډول پېښو عاملین د خپل عمل په سزا ورسیږي نه دا چې د پیښې قرباني محکوم شي.

نوموړي سازمان په خپل تازه راپور کې وايي چې په دې وروستیو کې د هرات یوې محکمې یو دیارلس کلن له دې امله په یوکال حجز محکوم کړ چې په یوه پارک کې یې له دوه سړیانو سره جنسي اړیکې نیولې وې.

ددې سازمان د اسیا د څانګې مشر براډ اډمز وايي دې ماشوم کوم جرم نه د کړی بلکې پر هغه جنسي تیری شوی دی.

په کابل کې د بشری حقونو د څار نړیوالې یوې څیړونکې هیدر بار بي بي سي ته وویل د نړیوالو قوانینو له مخې د هرات محکمې له خوا محکوم هلک ماشوم دی او ملاتړ ته اړتیا لري:

"ټول ملحوظات په نظر کۍ نیول کیږي هدف دادی چې د هغه تربیه له سره وشي. که قاضي فیصله وکړي چې تورن کس په خپله دا ډول عمل کړی نو بیا هغه په جدا توګه محاکمه کیږي. "

محمد قاسم هاشمزی

''دا ډول چلند د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی. د نړیوالو قوانینوله مخې د جنسي چال چلند په اړه د مسؤولیت منلو عمر ځانګړی شوی نه دی خو دیارلس کاله ډیر لږ عمر دی. ملګرو ملتونو هم د ماشومانو د ساتنې په برخه کې پریکړې کړې چې له مخې څوارلس کلني او شپاړلس کلني داسې عمر ده چې باید ملاتړ یې وشي او د لویانو په څیر چلند ور سره ونه شي.''

د افغانستان د قوانینو له مخې له واده کولو پرته هر ډول جنسي اړیکې لرل جرم دی، خو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د جنسي غریزې د پوره کولو په موخه د هلکانو ساتل او په ودونو کې د هغوی ګډول یو معمول کاردی.

د هلکانو ساتل یوه له حساسیته ډکه موضوع او څوک په دې اړه په اسانۍ خبرې نه کوي.

۱۳ کلن

په هرات کې د یارلس کلن هلک د دوسیې یوه څیړنکي څارنوال د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ته ویلي چې دغه هلک په خپله خوښه له څو تنو سره جنسي اړیکې لرلې او له همدې امله تورن وپیژندل شو.

خو د افغانستان د عدلیې وزارت مرستیال محمد قاسم هاشمزی وايي دا ډول ماشومان د اصلاح او رزونې په موخه په ځانګړو ځایونو کې ساتل کېږي:

'' ټول ملحوظات په نظر کۍ نیول کیږي هدف دادی چې د هغه تربیه له سره وشي. که قاضي فیصله وکړي چې تورن کس په خپله دا ډول عمل کړی نو بیا هغه په جدا توګه محاکمه کیږي. او له لویانو به جدا ځای کې ساتل کیږي. هغوی ته روزنه ورکول کیږي. چې ټولنې بیا وړاندې شي.''

"کله چې د اخلاقي جرم پیښې رامنځته کیږي نو دوی باید په ډیر دقت پیښې وڅیړي او دا باید جوته کړه چې دواړه لورو په خپله خوښه دا ډول عمل کړی او که یو تن پر بل تیری کړی"

هیدر بار

د بشر د حقونو نړیوال سازمان وايی د جنسي له قربانیانو سره د افغان دولت چلند د بشري حقونو په برخه کې د هغوې ټولې تر پوښتنې لاندې راولي.

د دې سازمان څیړونکې هیدر بار وايي اړتیاده چې افغان دولت د جزا قانون او په دا ډول پیښو کې د ښکیلو کسانو سره د پولیسو په چلند کې سمون راولي:

''له ټولو وړاندې باید د جزا قانون ته له سره کتنه وشي، د جنسي تیرې له قرباني میرمنې او نجلۍ سره باید د جنسي تیري د قرباني شوي سړي او هلک په څیر چلند ونه شي. دویمه خبره داده چې په داډول پیښو کې د پولیسو او څارنوالانو په چلند کې باید سمون راشي.

کله چې د اخلاقي جرم پیښې رامنځته کیږي نو دوی باید په ډیر دقت پیښې وڅیړي او دا باید جوته کړه چې دواړه لورو په خپله خوښه دا ډول عمل کړی او که یو تن پر بل تیری کړی.''

افغانستان په ۲۰۰۹میلادي کال کې له ښځو سره د ناوړه چلند د مخنیوي قانون تصویب کړ.

په دې قانون کې د لومړي ځل لپاره جنسی تیرې د یو جرم په توګه وپیژندل شو. ددې قانون له مخې هغه څوک چې هلکان ساتي او یا ناروان جنسي اړیکې ولری له پنځه تر پنځلسو کلونو پورې په بند محکومیږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .