د افغان دیني عالمانو پلاوی اسلام اباد ته رسیدلی

د خپريدو وخت: 13:25 گرینویچ - 10 فبروري 2013 - 22 سلواغه 1391

د اته کسیز پلاوي مشري د افغانستان د عالمانو شورا مشر قیام الدین کشاف کوي.

د افغانستان د دیني عالمانو یو پلاوی په دې مقصد اسلام اباد ته رسېدلی چې دې هېواد کې مذهبي مشرانو سره دیوه کنفرانس په اړه خبرې وکړي چې ټاکل شوې ده د مارچ میاشت کې په کابل کې جوړ شي.

د اته کسیز پلاوي مشري د افغانستان د عالمانو شورا مشر قیام الدین کشاف کوي چې پاکستانې عالمانو ته به د کنفرانس په اجنډا خبرې او هغوی ته به کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړي.

د کنفرانس رابللو پرېکړه اسلام اباد ته نومبر کې د سولې د عالي شورا د غړو د سفر پرمهال شوې وه.

ورسته پاکستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر زلمي رسول په سفر کې د غونډې لپاره د جنورۍ میاشت ټاکلې شوې وه، خو اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر عمر داودزي په وینا، دغه غونډه ځکه وځنډېده چې دواړه هېوادونه ورته چمتو نه وو.

لندن کې د افغانستان، پاکستان او برتانیا د مشرانو په سرمشریزه کې موافقه وشوه، چې دغه کنفرانس په مارچ میاشت کې را وبلل شي.

پاکستان کې د عالمانو د شورا مشرعلامه طاهر اشرفي وایي چې د پروګرام له مخې به دوی له افغان پلاوې سره په اسلام اباد کې د دوشنبې په ورځ وویني.

علامه طاهر اشرفي بي بي سي ته وویل چې پاکستاني دیني مشرانو دا خبره برالا کړې چې دوی به د کنفرانس له لارې نه خو د ولسمشر حامد کرزي د حکومت ملاتړ وکړي او نه به د طالبانو مخالفت وکړي.

"پاکستان کې د عالمانو د شورا مشرعلامه طاهر اشرفي بي بي سي ته وویل چې پاکستاني دیني مشرانو دا خبره برالا کړې چې دوی به د کنفرانس له لارې نه خو د ولسمشر حامد کرزي د حکومت ملاتړ وکړي او نه به د طالبانو مخالفت وکړي."

هغه زیاته کړه چې د پاکستان مذهبي عالمانو په ۲۰۰۰ او بیا ۲۰۰۲ کلونو کې د ځان وژونکو بریدونو پر ضد فتواووې خپرې کړې چې عام خلک په کې وژل کېږي.

ښاغلي اشرفي وویل "موږ به د افغان میلمنو خبرې واورو او خپل نظربه ورسره شریک کړو".

هغه دا هم وویل چې پاکستاني مذهبي مشران د سولې په پروسه کې همکاري ته چمتو دي، خو که طالبان پرې راضي وي.

بي بي سي ته معلومه شوې چې افغان پلاوی له مولانا فضل الرحمن، مولانا سمیع الحق او د جماعت اسلامي ګوند له امیر منور حسن سره د لیدو پلان لري.

افغان طالبانو د دې کنفرانس کلک مخالفت کړی و او د هغوی د یوه ویاند په وینا دا کنفرانس د امریکا په لمسون جوړ شوی. بي بي سي ته یو پاکستاني مذهبي مشر وویل چې افغان طالبانو دوی سره رابطه کړې وه او ور څخه يي په یاد کنفرانس کې د ګډون نه کولو غوښتنه کړې وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .