پلټونکی پلاوی وايي لاهم افغان بندیان ربړول کېږي

د خپريدو وخت: 07:06 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

د بندیانو د شکنجې پلټونکي پلاوي ویلي، چې لاهم بندیان ربړول کېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ددې پخلى کړى چې يو شمېر بنديان په حکومتي زندانونو کې شکنجه شوي دي.

په دې اړه دولسمشرۍ دفتر اعلاميه وروسته له هغه راغله چې افغان ولسمشر حامد کرزي له هغه پلاوي سره وکتل چې د بنديانو د شکنجې د ادعاوو د پلتڼې په موخه گومارل شوى و.

دغه پلاوى وروسته له هغه په کار پيل وکړ چې د ملگرو ملتو په يوه رپوټ کې وويل شول چې په حکومتي زندانو کې بنديان شکنجه شوي دي.

د ولسمشرۍ خپره شوې ویناپاڼه کاږي: ''همدا راز ګمارل شوي پلاوي په خپل رپوټ کې د ناوړه چلند، ځورونې او کله هم د شکنجې له مواردو څخه یادونه کړې او څرګنده کړې یې ده چې ډېری دغه موارد د بهرنیو او کورنیو ځواکونو له خوا د نیولو پرمهال، تر سترګو شوي دي.''

د افغانستان د کورنيو چارووزارت چې زندانونه چلوي، د ملگرو ملتو ادعاوې رد کړي، خو د ولسمشر له لوري گومارل شوي دغه پلاوي ويلي دي چې له بنديانو سره ناوړه چلن شوى او ان شکنجه شوي دي.

ايساف مخکې ويلي وو، چې د بنديانو د شکنجې په اړه د اندېښنو له کبله يې افغان حکومت ته د افغان بنديانو د سپارلو لړۍ هم ځنډولې ده.

"څه د پاسه ۶۳۵ بندیانو چې د ملکرو ملتونو پلټونکو ورسره خبرې کړي، ویلي دوی سره ناوړه چلند کېږي او یا هم ربړول کېږي."

وړاندې افغان حکومت ویلي وو، ملګرو ملتونو له هغه پلاوي سره مرسته نه ده کړې چې د افغانستان په زندانونو کې یې له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه څېړنې کولې.

د شکنجې ۱۴ بڼې

په تېره جنورۍ کې ملګري ملتونه ویلي وو، چې په ۲۰۱۱ کال کې د دوی ورته رپوټ کې له سپارښتنو سره- سره، افغان زندانو کې بندیان په پراخه توګه ربړول کېږي.

د مخکنې رپوټ ۱۲ میاشتنۍ مودې په پرتله د پولیسو په بند کې د دغه ډول پېښو کچه له ۳۵٪ نه ۴۳ سلنې ته لوړه شوې ده.

دغه رپوټ د ربړولو او ناوړه چلند لارو چارو ۱۴ بڼې په ګوته کوي چې وهل ټکول، د اعدام کوتڅنډنه او جنسي تېری هم په کې شامل دی.

ولسمشر حامد کرزي د تېرې جنورۍ په وروستیو کې د هېواد په زندانو کې له بنديانو سره د ناوړه چلند او ربړولو په اړه د ملګرو ملتونو د خپاره شوي رپوټ د څېړنې په موخه يو پلاوی وګوماره.

څه د پاسه ۶۳۵ بندیانو چې د ملکرو ملتونو پلټونکو ورسره خبرې کړي، ویلي دوی سره ناوړه چلند کېږي او یا هم ربړول کېږي.

"افغان دولت ته د زندانونو د چارو سپارل یو له هغو موضوعاتو ده چې کابل او واشنګټن پرې اختلاف لري."

په لومړي سر کې افغان چارواکي دغه راپور په لومړي غبرګون کې رد کړ، خو ايساف يې ځکه تایید کړ، چې په وینا یې په همدې دليل يې د زندانونو سپارل ځنډولي او ټول هغه راپورونه چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه خپاره شوي، په جدي ډول څاري.

مرسته

افغان حکومت ویلي وو، ملګرو ملتونو له هغه پلاوي سره مرسته نه ده کړې چې د افغانستان په زندانونو کې یې له بندیانو سره د ناوړه چلند په اړه څېړنې کولې.

خو د ملګرو ملتونو دفتر یوناما وايي د دوی کار کوونکي د پلټنو د هېڅ دولتي پلاوي غړی نه شي کېدای.

افغان دولت ته د زندانونو د چارو سپارل یو له هغو موضوعاتو ده چې کابل او واشنګټن پرې اختلاف لري.

ولسمشر حامد کرزی وايي افغان لوري ته د زندانونو د مسؤولیت سپارل د افغانستان ملي حاکمیت سره تړاو لري او د امریکا له متحدو ایالتونو یې غوښتي دي چې ټول زندانیان افغان دولت ته وسپاري.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .