له وزارته د اقتصادي کمېټې د پرېکړې منلو غوښتنه شوې

د خپريدو وخت: 07:16 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

د سوداګرۍ خونه وايي اوس د مالیې وزیر ویلي چې دا پرېکړه نه مني او سوداګر باید ګمرکي محصول پرې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د دې هېواد د مالیې له وزراته غوښتي چې د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټې پرېکړو ته درناوی وکړي او هغه پلي کړي.

د افغانستان د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټې تېره اونۍ تصمیم درلود، د افغان سوداګرو له هغو مالونو چې د کراچۍ له بندره یې شاوخوا درې میاشتې مخکې د بارولو اجازه ترلاسه کړې وه ګمرکي محصول وانه خلي.

د سوداګرۍ خونه وايي اوس د مالیې وزیر ویلي چې دا پرېکړه نه مني او سوداګر باید ګمرکي محصول پرې کړي.

په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو نژدې څلور زرو کانتینرونو ته تر شاوخوا درې میاشتو وروسته د بارګیرۍ اجازه ورکول شوه خو له درې ورځو راهیسې د کابل په ګمرک کې ساتل شوي دي.

په دغو کانتینرونو کې د غوښو او د چرګو د هګیو په ګډون خوراکي توکي بار دي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت تېره اونۍ اعلان کړی و چې د وزیرانو شورا د اقتصادي کمیټې د پرېکړې له مخې د دغو توکو ورادونکي د ګمرکي محصول له ورکړې معاف بلل شوي دي د افغان سوداګرو استازی وحیدالله احمدي وايي د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخېلوال چې د دغې پرېکړې پر مهال په سفر بوخت و، اوس دا پرېکړه نه مني او وايي د خوراکي توکو واردونکي سوداګر باید ګمرکي محصول ورکړي.

"افغانستان چې په وجه کې راګېر هېواد دی، د رسمي شمېرو له مخې له ۳۵ تر ۴۰ سلنې سوداګریز او ترانزیتي توکي د پاکستان له لارې واردوي."

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمد قربان حقجو وايي د وزیرانو شورا د پرېکړې پر وړاندې د مالیې د وزیر درېدل ښيي چې د افغان حکومت د بېلابېلو ارګانونو تر منځ همغږي نه شته، او د چا خبره پردیو ژرندو ته اوبه غورځوي. د نوموړي په خبره:

"پوښتنه دا ده چې که اقتصادي کمېټۍ د پرېکړو صلاحیت نه لري، نو ولې داسې تصمیمونه نیسي. کله چې د ولسمشر د دویم مرستیال په مشرۍ د کابینې د څو وزیرانو په ګډون اقتصادي کمېټه یو تصمیم نیسي، نو د کابینې یو وزیر څنګه ځان ته دا جرأت ورکوي چې دغه تصمیم تر پوښتنې لاندې راولي او په پرېکنده توګه ووايي چې دا نه منم. او که تاسو غواړﺉ نو محکمې ته لاړ شﺉ."

ښاغلي حقجو له افغان حکومته وغوښتل چې د وزیرانو شورا اقتصادي کمیټې ته د درناوي لپاره باید دغه تصمیم عملي بڼه غوره کړي. د افغانستان د مالیې وزرات په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

افغانستان چې په وجه کې راګېر هېواد دی، د رسمي شمېرو له مخې له ۳۵ تر ۴۰ سلنې سوداګریز او ترانزیتي توکي د پاکستان له لارې واردوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .