جاپان ننګرهار کې بنسټیزو پروژو سره مرسته کړې

د خپريدو وخت: 13:11 گرینویچ - دوشنبه 11 فبروري 2013 - 23 سلواغه 1391

دغه پیسې به د ننګرهار په بهسود او سرخرود ولسوالیو کې د ښوونځيو، کلینیکونو، سړکونو او پلونو د جوړلو لپاره ولګول شي. جاوید لودین

جاپان د افغانستان د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې د سیمه ییزو بنسټيزو پروژو د جوړولو لپاره څه باندې ۱۳ میلیونه ډالره مرسته کړې.
د دغې مرستې تړون په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو ورازت او په کابل کې د جاپان سفارت ترمنځ لاسلیک شو.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال جاوید لودین خبریالانو ته وویل دغه پیسې به د ننګرهار په بهسود او سرخرود ولسوالیو کې د ښوونځيو، کلینیکونو، سړکونو او پلونو د جوړلو لپاره ولګول شي. د ښاغلي لودین په وینا جاپان په تېرو ۱۰ کلونو کې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د پام وړ مرستې کړي دي.

دغه راز د جاپان سفیر هیروشي تکهاشي وویل هیواد به یې افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې د ننګرهار په بهسود او سرخرود ولسوالیو کې د دغو بنسټیزو پروژو په بشپړېدو سره به د خلکو ژوند ښه شي.

د نوموړي په خبره:

"دا پروژې د سیمې د خلکو لپاره دي، او د هغوی ژوند به ښه کړي، په دې پېسو به ښوونځي، کلینیک او یو شمېر نورې بنسټیزې پروژې د بهسود او سرخرود د خلکو لپاره، په ځانګړې توګه د هغو خلکو لپاره جوړې شي چې کډوال شوي وو او اوس بېرته خپلو سیمو ته راغلي دي."

جاپان په تېرو ۱۰ کلونو کې له افغانستان سره شاوخوا څلور میلیارده ډالره مرسته کړې او دوه ځله د افغانستان د راتکلونکي په اړه د نړیوالو کنفرانسونو کوربه و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .