دوه مینان، چې اووه کاله د یوځای کېدو هڅې کوي

د خپريدو وخت: 07:14 گرینویچ - چارشنبه 13 فبروري 2013 - 25 سلواغه 1391
عزیزالله او سابینه

عزیزالله همدلته د پولې بلې غاړې ته د ازبکستان د ترمز پر اوسېدونکې سابینه زړه بایلود.

تقریباً اووه کاله کېږي چې په ازبکستان او افغانستان کې د پولې دواړو غاړو ته د دوو مینو د یوځای کېدو هڅې ناکامې شوې دي.

عزیزالله نن په مزار شریف کې د بي بي سي دفتر ته ورغلی او غواړي، چې خپل غږ تر ټولو ور ورسوي .

دغو دواړو مینو تر اوسه پورې خپلې میني ته دوام وکړی، عزیزالله وايي چې په اوونۍ کې څو ځله له هغې سره په تیلېفون خبري کوي او د یوځای کېدو پر لارو چارو بحث لري:

''داسې ډېر وخت راغلی، چې موږ دواړو تر سهاره په تیلیفون کیسې کړې وي، بله به څه خاطره در یاده کړم، یوه ورځ وروسته حتماً اړیکه لرو. کومه ورځ چې خبرې ونه کړو، خپګان راباندې راځي، زړه مې تنګ شي هغه هم ماغوندې ده، چې خپه شي راته زنګ وهي او بیا سره غږېږو''.

سابینه هم وايي چې تر اوسه پورې یې عزیزالله له نژدې نه دی لیدلی، خو د یوځای کېدو ډېرې هڅې یې کړې دي:

ګزوګام

"ما له ولسوالۍ نه تر ولایته، د افغانستان د بهرنیو چارو تر ریاست او د ازبکستان تر کونسلګرۍ پورې ټولې لارې ګزوګام کړې، خو پایله يې نه لرله، خبرو ته مې غوږ نه نیسي او خوشي سړی ورته ښکارم'"

''تقریباً شپږ کاله کیږي چې تیلیفوني اړیکې لرو، او یوازې یو ځل مې له عزیزالله سره په انټرنېټ خبرې کړي دي. خپل یو عکس مي ورولېږه، هغه هم خپل عکسونه ماته راولېږل، یوه ورځ يې راته وویل چې د پاسپورت کاپي دې راولېږه، او ما ورولېږله، هغه ډېرې هڅې کړې، او زه هم کوښښ کوم چې په قانوني ډول دغه کار مخته بوځو''.

عزیزالله وايي، دا مهال اقتصادي ستونزې لري، او د ازبکستان د وېزې نه ترلاسه کول، هغه لوی دلیل دی، چې دغه دوه مین یې سره بېل ساتلي دي.

نوموړی وايي خپلې معشوقې ته يې دعوت پاڼه جوړه کړه، خو د ازبکستان دولت تر اوسه نه ده راپرېښې.

نوموړی وايي لاهم غواړي چې له قانوني لارو مخته لاړ شي:

د مینانو ډالۍ

''ما له ولسوالۍ نه تر ولایته، د افغانستان د بهرنیو چارو تر ریاست او د ازبکستان تر کونسلګرۍ پورې ټولې لارې ګزوګام کړې، خو پایله يې نه لرله، خبرو ته مې غوږ نه نیسي او خوشي سړی ورته ښکارم''.

اسناد

عزیزالله وايي، سابینې ته یې د پاسپورت یوه کاپي استولې او هغې د خپل پاسپورت یوه کاپي ده ته راستولې ده.

دغه مین وايي، تر اوسه یې خپلې معشوقې ته یوازې یو تیلېفون د ډالۍ په ډول د بل چا په لاس ور لېږلی دی.

وايي چې هغې هم ورته یوه ازبکستاني خولۍ او یو سیمکارت رالېږلي دي.

خو له دې سره سره، لاهم معلومه نه ده چې سابیه او عزیزالله به څو نور کلونه د یو بل د لیدو په تمه په بېلتون کې تېروي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د هېوادونو ترمنځ پولې د مینانو د یوځای کېدو مخه نیسي.

څو اوونۍ وړاندې، یو بل افغان ځوان چې د پولې هغې غاړي ته زړه بایللی و، په لامبو د دیدن په تمه تېر شوی و.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .