پاکستاني علماو د کابل له کانفرانسه بايکاټ اعلان کړ

د خپريدو وخت: 15:30 گرینویچ - چارشنبه 13 فبروري 2013 - 25 سلواغه 1391

ښاغلي اشرفي وايي که طالبانو په دې غونډه کې ګډون وکړ نو دوی به هم حاضر شي.

د پاکستاني علماو د شورا مشر طاهر اشرفي په اسلام آباد کې یوې خبرې غونډې ته د چارشنبې په ورځ ( د فبروري ١٣) وويل، دوى به د کابل په هغه کانفرانس کې برخه نه اخلي چې په دې وروستيو کې پرې سلا شوي وو.

ښاغلي اشرفي وويل دوی د مارچ د مياشتې له کابل کانفرانس سره ځکه پریکون کړی چې د افغانستان حکومت د طالبانو مشر ملا محمد عمر ترهګر ګڼي.

په دې کانفرانس کې به د پاکستان او افغانستان مذهبي مشران سره ټولېدل او د دواړو هېوادونو پر روانو چارو به يې خبرې کولې.

طاهر اشرفي ادعا کوي چې له غونډې سره په پریکون کې د مولانا فضل رحمان په مشرۍ جمعت علما اسلام، جماعت اسلامي، د مولانا سميع الحق جماعت علما اسلامي او د وفاق المدارس اتحاديه شامل دي.

په روانه اوونۍ کې پاکستاني رسنيو خبر ورکړى و چې مولانا فضل الرحمن قطر ته تللى دى چې هلته له افغان طالبانو سره وگوري او د سولې خبرو ته يې وهڅوي.

د فبروري په لسمه د افغانستان د دیني عالمانو یو پلاوی په دې هيله اسلام اباد ته تللی و چې هغه هېواد کې له مذهبي مشرانو سره د یوه کانفرانس په اړه خبرې وکړي چې ټاکل شوې ده د مارچ په میاشت کې په کابل کې جوړ شي.

د پاکستاني علماو شورا مشر طاهر اشرفي وايي د افغانستان د علماو له مشر قیام الدین کشاف او نورو غړو سره یې په اسلام آباد کې غونډه درلوده خو افغان پلاوي بېرته له ستنېدو سره سم وویل چې په غونډه کې د طالبانو د ګډون په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

"د افغان علماو د شورا غړي چې د نوم له ښوولو يې ډډه کوله وويل چې دوى ډاډ ترلاسه کړى و چې پاکستاني علما به د کابل په غونډه کې برخه اخلي."

د افغانستان د د علماو د شورا يوۀ غړي له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل چې دوى د پاکستاني غاړې په دې وروستي اعلان هېښ شوي دي.

د افغان علماو د شورا غړي چې د نوم له ښوولو يې ډډه کوله وويل چې دوى ډاډ ترلاسه کړى و چې پاکستاني علما به د کابل په غونډه کې برخه اخلي.

د پاکستاني علماو شورا مشر زیاتوي که طالبانو په دې غونډه کې ګډون وکړ نو دوی به هم حاضر شي.

ژمنه

خو د پاکستان د علماو د شورا له غړو سربېره یو شمېر نورو علماوو په اسلام آباد کې له افغان پلاوي سره ليدلي وو چې د کابل په کانفرانس کې یې د ګډون ژمنه کړې وه.

ټاکل شوې، د کا نفرانس د اجنډا د جوړولو په موخه به په کابل کې د فبروري په ۲۱ مه د دواړو هېوادونو د کمېټو غونډه جوړه شي.

دا څرگنده نه ده چې دغه وروستى خبر به د فبروري د ٢١ مې نېټې پر ناستې اغېز ولري که نه.

د پاکستان او افغانستان د ديني مشرانو ترمنځ د کابل په ټاکل شوي کنفرانس کې به شاوخوا ۵۰۰ غړيو ګډون کاوۀ.

افغان طالبانو د دې کانفرانس کلک مخالفت کړی و او تور يې لگاوۀ چې دا کانفرانس د امریکا په غوښتنه جوړ شوی.

بي بي سي ته یو پاکستاني مذهبي مشر وویل چې افغان طالبانو له دوی سره رابطه کړې وه او ور څخه يې په یاد کنفرانس کې د ګډون نه کولو غوښتنه کړې وه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .