ټولنیزې رسنۍ په افغانستان کې ټولنیز چوکاټونه ماتوي

د خپريدو وخت: 20:15 گرینویچ - پنجشنبه 14 فبروري 2013 - 26 سلواغه 1391

یو شمېر داسې خوشاله جوړې شته چې د انټرنېټ له لارې يې یو بل وموندل او وروسته يې ودونه وکړل.

د افغانستان پر پیاوړي اخلاقي چوکاټ ولاړه دود پاله ټولنه کې د نا محرمو تر منځ شخصي تماسونه په عمومي توګه نا سم ګڼل کېږي. خو نوي مخابراتي ټکنالوژۍ په هېواد کې دننه او بهر تماسونه نیول تر بل هر وخت ډېر ممکن او اسانه کړي دي.

چادري اوس د ډېرو نجونو لپاره یو خنډ نه ده او دودونه او کولتوري خنډونه د ‌‌ډېرو نارینه وو لپاره نور ډېره لویه ستونزه نه ده. د موبایل ټيليفون پراخه کارېدنه او د فېسبوک ډېرېدونکی نفوذ ځوانان د دې جوګه کوي چې د مېندو او پلرونو له مداخلې او د مشرانو له ښکېلتیا پرته تماسونه جوړ کړي او په ازاده خبرې اترې وکړي.

ډېر ځوانان او پېغلې له نوو ټکنالوژیو سره راغلي اسانتیاوې خوښوي او وايي چې له دې لارې جوړې شوې پېژندګلوۍ او دوستۍ ځکه ریښتونې وي چې د درېیم ګړو له ښکېلتیا پرته جوړې شوې وي.

په پلازمېنه کابل کې یوې نجلۍ وويل چې په افغانستان کې مخامخ تماسونه ښه نه ګڼل کېږي. انټرنېټ او ټيليفون د ښه ملګري او سم سړي د موندلو ډېرې ښې لارې دي.

یو شمېر داسې خوشاله جوړې شته چې د انټرنېټ له لارې يې یو بل وموندل او وروسته يې ودونه وکړل.

د هرات ولایت اوسېدونکی ارمان په هغو ځوانانو کې راځي چې له خپلې راتلونکې مېرمنې سره يې پر انټرنېټ پېژندګلوي شوې. "موږ دوه کاله مخکې د فېسبوک له لارې سره اشنا شوو. دا هغه مهال په پوهنتون کې وه او موږ به ډېر چټ (پر انټرنېټ یو بل ته پېغامونه لیکل) کاوه".

ارمان زیاتوي: "ما وروسته خپل مشران د دې کور ته په مرکه واستول".

خنډونه ماتول

"د عصري مخابراتي ټکنالوژۍ راتګ نړېوالي پولي هم ختمې کړې دي. ډېر افغان ځوانان موبایل ټیلیفونونه او د تماس نیولو نوې وسیلې د دې لپاره هم کاروي چې له هېواده بهر ملګري پیدا کړي او مینه ولټوي."

په افغان ټولنه کې په عمومي توګه شرم او حیا درلودل ښه صفتونه بلل کېږي چې مېندې، پلرونه او ښوونکې يې کوچنیانو ته ورښيي. د ټولنې له اوږدې مودې راهیسې را روان دودونه زلمیان او نجونې نه پرېږدي چې تر کوژدې یا واده مخکې یو بل وويني یا ملګرتیا وکړي.

خو د بهرنۍ نړۍ اغېز ډېرېږي او ډېر څه په تېزۍ بدلېږي. خپرنیو یا رسنیو په تېره لسیزه کې بې سارې وده کړې او انټرنېټ د ډېرو افغانانو پر ژوند اغېز کړی دی.

رسمي شمېرې ښیي چې د افغانستان په اټکلي ۳۰ میلیونو وګړو کې په سلو کې تر لسو پورې (۱۰ ٪) انټرنېټ ته لاس لري او په سلو کې ۷۱ موبایل ټیلیفونونه لري.

په دې اوس کې تري جي (3G) یا د دریم نسل ټکنالوژۍ په موبایلونو کې وړاندې کېږي چې په دې سره د ټولنیزو رسنیو کارونه په ځانګړې توګه د ښار په ځوانانو کې په چټکۍ ډېرېږي.

برېښنايي مینه یا د انټرنېټ یا موبایل له لارې جوړې شوې مینې اوس ولسي کولتور ته لار موندلې ده. د موبایل، اېس اېم اېس، فېسبوک، چټ او انټرنېټ په څېر ټکي اوس په عشقي شاعرۍ کې کارول کېږي:

په انټرنېټ کې دې ځواب راغی

یوه موسکا او یو ګلاب راغی

ټوېټر، فېسبوک که مسنجر به ښه وي

مینې ته وخت د انتخاب راغی

د پښتو شاعرۍ په دودیز ژانر، لنډۍ، کې یو شمېر داسې بېلګې شته چې د ښځو او نارینه وو لخوا ويل شوي او د نوي مخابراتي ټکنالوژیو یادونه په کې شوې ده:

زما د یار سره موبایل دی

پرې راکوي ما ته د مینې ميس کالونه

تر پولو اوښتل

د عصري مخابراتي ټکنالوژۍ راتګ نړېوالي پولي هم ختمې کړې دي. ډېر افغان ځوانان موبایل ټیلیفونونه او د تماس نیولو نوې وسیلې د دې لپاره هم کاروي چې له هېواده بهر ملګري پیدا کړي او مینه ولټوي.

د افغانستان د شمالي ولایت جوزجان ۱۸ کلن کروند ګر عبدالنظر له همدې لارې په ګاونډي هېواد ازبکستان کې خپله مینه وموندله:

"ما دوه کاله وړاندې د ازبکستان پر یوه اټکلي نمبر زنګ وواهه چې په تصادف یوې نجلۍ پورته کړ. موږ لنډې خبرې وکړې. خو په بله ورځ دې ماته زنګ وواهه او څو ورځې وروسته مو پر انټرنېټ یو بل ته خپل عکسونه ولېږل".

خو د عبدالنظر صبر ډېر ژر تمام شو او خپل ژوند يې داسې په خطر کې واچاوه چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ غځېدلي لوی سیند (امو) باندې د موتړ د ټایر پرو یوه زاړه ټوپ بلې غاړې ته واوښت.

دی وايي چې "د ازبکستان پوله ساتو ځواکونو له اوښتو سره سم ونیولم او څور ورځې يې بندي کړی وم خو وروسته يې هغې نجلۍ ته زما له اړخه ټيليفون وکړ او هغه په ما پسې راغله او کور ته يې بوتلم. هلته څو ورځې وم. خپلو خپلوانو ته يې ور وپېژندلم. اوس زه پلان لرم چې ډېرې پېسې وګټم او په دې دوبي کې له هغې سره واده وکړم".

"په ځینو پېښو کې په ځانګړې ډول کلیوالو سیمو کې تر هغه وروسته نجونې وهل شوي ټکول شوي چې مشران یې پر هغو له دې کبله شک کوي ځکه پردیو خلکو هسې زنګونه ورته وهل"

مېرمن یفتلي

د فېسبوک ملګرتیا لا له وړاندې یوه امریکايۍ نجلۍ د مزار شریف ښار ته راوسته چې له افغان ځوان سره يې واده وکړ.

د مزار شریف دغه ځوان وايي: "موږ لومړی د یو څه وخت لپاره پر فېسبوک ملګري وو او وروسته مو مینه پیدا شوه. ما به هغې ته ويل چې د یو څو ورځو لپار افغانستان ته راشه. هغه راغله او ما محکمې ته بوتله چې نکاح ورسره وتړم او نوم يې بدل کړم".

بهادر بیا یو بل ځوان دی چې په کابل کې اوسېږي. پر فېسبوک يې له یوې داسې په خټه افغانې سره پېژندلي چې له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په سعودي عربستان کې اوسېږي.

دی وايي "ما پر فېسبوک د دې لنډې لیکنې او پېغامونه خوښول. بیا موږ د خپلو ځانونو په اړه یو بل ته ولیکل او څه وخت وروسته ما مرکه ورته وکړه. دې خپل مشران خبر کړل او مور او پلار يې زما او زما د کورنۍ د لیدو لپاره کابل ته راغلل او په دې شرط زما له دې سره کوژده وشوه چې زه به سعودي عربستان ته ځم او تر واده وروسته به هلته له دوی سره اوسم".

دغه ډول پېښو او کیسو یو شمېر نور کسان هڅولي چې د نوې مخابراتي ټکنالوژۍ په مرسته خپل مین او ملګري پیدا کړي. د افغانستان په ټولو ښارونو کې د انټرنېټ کافې یا انټرنېټ خونو کې د ډېرې ګڼې ګوڼې یو سبب دا هم دی چې ځوانان د انټرنېټ ساعتونه په پيسو اخلي او ساعتونه پر دې تېروي چې پر انټرنېټ یو دوست او یا هم داسې ملګری پیدا کړي چې دوی يې په ارمان دي.

د نوې مخابراتي ټکنالوژۍ کارونې د یو شمېر دیني عالمانو لپاره هم پوښتنې را پورته کړې دي. یو دیني عالم ډاکر فضل هادي وزین وايي چې "د انټرنېټ له لارې د نجلۍ او هلک پېژندګلوي پروا نه لري خو دا باید د شریعت په چوکاټ کې وي او د دوی تر منځ یو ځل لیده کاته هم باید په خلوت کې نه وي".

تر حد وتل

د فېسبوک ملګرتیا لا له وړاندې یوه امریکايۍ نجلۍ د مزار شریف ښار ته راوسته چې له افغان ځوان سره يې واده وکړ.

خو دا هر څه د یوې بیعې په بدل کې راغلي دي. د موبایل ټیلیفون او نټرنېټ له لار جوړو شوو ملګرتیاو د یو شمېر کسانو په ځانګړې ډول نجونو لپاره ډېره خواشینۍ هم راوړي دي.

یو شمېر کسان موبایل ټیلیفونونه د ساعتېرۍ لپاره کاروي او بې له دې چې ټولنیز ارزښتونه او کولتوري حساسیتونه په پام کې ونيسي، پر اټکلي نمبرونو زنګ وهي چې ملګري پیدا کړي.

د ښځو او کوچنیانو د حقونو کارپوه رزقا یفتلي وايي "د داسې اړیکو نتیجه دا راوتلې چې ساده نجونې او د مکارو او درواغجنو نارینه وو ښکار جوړې شي. او په ځینو پېښو کې په ټولنه کې د بد چلند او بد اخلاق سبب شوی دی".

مېرمن یفتلي زیاتوي "په ځینو پېښو کې په ځانګړې ډول کلیوالو سیمو کې تر هغه وروسته نجونې وهل شوي ټکول شوي چې مشران یې پر هغو له دې کبله شک کوي ځکه پردیو خلکو هسې زنګونه ورته وهل".

یو شمېر کسانو له دې کبله هم شکایت کړی چې دوی ته د هغه بل طرف لخوا د عمر او حیثیت په اړه دروغ ويل شوي او جعلي عکسونه ورته لېږل شوي دي. ځینو نورو بیا د فېسبوک د ملګرتیا په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

د کابل یو اوسېدونکی راز محمد وايي "د ټیلیفون او انټرنېټ له لارې جوړې شوې ملګرتیاوي ژورې نه وي او دا له دوو کورنیو سره مرسته نه کوي چې یو بل ښه وپېژني".

د پاخه او زاړه عمر ځینې ښځې دا شکایت هم کوي چې ان کمکي ځوانان دوی ته زنګونه وهي او د ملګرتیا او واده وړاندیزونه ورته کوي.

څرنګه چې موبایل او انټرنېټ ته د خلکو لاس رسېدنه ډېرېږي، د خلکو د جذباتو او احساساتو د اظهار ډولونه هم په چټکۍ بدلېږي.

په زیاتېدونکي ډول پر مخ تلونکې نړۍ کې افغان ټولنه هم د بدلون په حال کې ده. د نړېوالتوب او کلتورونو د نژدې کېو په دې زمانه کې دا د چارواکو او عامو خلکو دواړو لپاره یو چېلېنج دی چې ځايي دودونه څرنګه د ژوند له نوو لارو سره هم غاړې کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .