افغانستان ۸۷ خصوصي روغتونونه وتړل

د خپريدو وخت: 08:18 گرینویچ - 17 فبروري 2013 - 29 سلواغه 1391
ثریا دلیل

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل وویل، یوازې په کابل کې ۶۱ خصوصي روغتونونه او ۲۶ نور په نورو ولایتونو کې تړل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، ۸۷ خصوصي روغتونونه یې معیارونو ته د نه پاملرنې، ناسم مدیریت او یو لړ نورو ستونزو له کبله تړلي دي.

همداشان، دغه وزارت د اتیا درملتونونو د تړلو او د څارنوالۍ ته د درملو دیارلس واردوونکو شرکتونو د معرفي کولو خبر ورکړی.

تړل شوي روغتونونه له ټول ټال ۱۸۲ خصوصي روغتونو څخه د ناسم مدیریت، او له کوم جواز پرته د فعالیت له کبله غوره شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه خصوصي روغتونونه یې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان پربنسټ تړلي دي.

دوی واي،ي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې لسګونه دولتي او خصوصي روغتونونه او سلګونه درملتونونه کتلي او ارزولي دي.

د عامې روغتیا وزیرې ثریا دلیل وویل، یوازې په کابل کې ۶۱ خصوصي روغتونونه او ۲۶ نور په نورو ولایتونو کې تړل شوي دي.

افغانستان کې نژدې دوولس زره او پنځه سوه درملتونونه، تر اتیا ډېر درمل واردوونکي شرکتونه او نولس درمل تولیدوونکي شرکتونه فعالیت کوي.

تر ډېره دغه خصوصي درملتونونه او روغتونونه په تېرو لسو کالو کې جوړ شوي، چې د خصوصي سکتور له لوري اداره کېږي.

که څه هم پر حکومتي روغتونونو د پام وړ فعالیتونو او خدمتونو د نشتوالي نیوکې کېږي، خو په خصوصي هغو کې بیا خلک له ډېرو فیسونو شکایت کوي.

افغانستان کې ځینې داسې غرنۍ او لیرې سیمې هم شته، چې نه خصوصي روغتونونه او ډاکټران ورتګ ته زړه ښه کوي او نه هم حکومت هلته د ناامنیو له کبله فعالیت کولی شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .