د کابل بانک رانیولو ته یوازې یوه شرکت وړاندیز وکړ

د خپريدو وخت: 13:30 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

دغه بانک دوه کاله وړاندې ډیوالي شو او وروسته بیا حکومت د دغه بانک په چارو کې مداخله وکړه.

په افغانستان کې د نوي کابل بانک د اخیستو لپاره یوازې د وړاندیزونو د اخیستو په وروستۍ ورځ یوازې یو شرکت حاضر شوی دی. وړاندې افغان حکومت اعلان کړی و چې د دغه بانک د اخیستو لپاره د دوو بهرنیو شرکتونو په ګډون پنځو شرکتونو لیوالتیا ښودلې.

خو اوس د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي، که د دې یوازیني شرکت وړاندیز د افغان حکومت او خلکو په ګټه وي نو په همدې به یې خرڅ کړي.

دغه شرکت چې د علي اکبر زاده ژوندي د شرکتونو کنسورشیم نومیږي وايي، د بانک د اخیستو لپاره یې د یوې داسې لوړې بیې وړاندیز کړی چې د مالیې وزارت یې انتظار هم نه درلود.

د افغانستان د مالیې وزارت د خزاینو رییس محمد اقا کوهستانی وايي، د کابل بانک د اخیستو لپاره درې کورنیو او دوه بهرنیو شرکتونو لیوالتیا ښودلې وه، خو د وړاندیزو د اخیستو په وروستۍ ورځ یعنې د فبروري په ۱۶ یوازې د علي اکبر زاده ژوندي د شرکتونو کنسورشیم د دغې بانک د اخیستو لپاره خپل وړاندیز، د بانک دچارو پر مخ وړلو لپاره تخنیکي وړاندیزونه او د کاروبار پلانونه د مالیې وزارت ته وسپارل.

د بانک د اخیستو لپاره د دغې شرکت له خوا وړاندیز شوې بیه به د داوطلبۍ په ورځ چې د مارچ ۱۳ ده، اعلان شي.

د ښاغلي کوهستاني په وینا دغه اسناد به د یوې کاري ډلې له خوا چې د مالیې وزارت، د افغانستان بانک، د عدلیې وزارت او د نوي کابل بانک استازي په کې ګډون لري و ارزول شي او د اپریل په اوومه به دغه شرکت که ټاکل شوي شرطونه یې پوره کړي و، د ګټونکي په توګه اعلان شي.

"د مالیې وزارت د خزاینو رییس وايي، که د علي اکبر زاده ژوندي د شرکتونو کنسورشیم د افغان دولت او خلکو په ګټه و، بانک به پرې وپلورل شي او که نه، نو د نوي کابل لپاره نور پلانونه هم شته."

خو ایا د دغه بانک د اخیستو لپاره به یوازې همدې یوه شرکت ته سیالۍ کول ممکن وي ؟

د مالیې وزارت د خزاینو رییس وايي، که د علي اکبر زاده ژوندي د شرکتونو کنسورشیم د افغان دولت او خلکو په ګټه و، بانک به پرې وپلورل شي او که نه، نو د نوي کابل لپاره نور پلانونه هم شته.

خو د علي اکبر زاده ژوندي د شرکتونو کنسورشیم بیا د بانک د لاسته راوړلو لپاره هیله مند دی. هغه وايي د نوي کابل بانک د اخیستو لپاره یې د داسې یوې بیې وړاندیز کړی چې د مالیې وزارت یې انتظار هم نه درلود.

نوی کابل بانک چې اوس یې تخنیکي برخې ۷۰ سلنه او مالي برخې یې ۳۰ سلنه ارزښت جوړوي شاوخوا دوه کاله وړاندې ډیوالي شو او وروسته بیا حکومت د دغه بانک په چارو کې مداخله وکړه، بانک یې په دوو څانګو وویشه چې یو یې د مالیې وزارت پورې اړوند شو او د نوي کابل بانک تر نوم لاندې یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ او بله برخه یې وتړل شوه.

وروسته بیا د وزیرانو شورا پریکړه وکړه چې نوی کابل بانک باید په خصوصي سکتور وپلورل شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .