افغان حکومت ته د مدني ټولنې د فعالانو خبرداری

د خپريدو وخت: 11:38 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

د افغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت د مدني ټولنې لخوا پر حکومت لګول شوي تورنه ردوي، چې ګواکې د رسنیو لخوا د خپرو شویو رپوټونو پر وړاندې غبرګون نه ښيي.

په افغانستان کې د مدني ټولنې فعالان خبرداری ورکوي، چې د بیان له ازادۍ نه د سرغړونکو پروړاندې د حکومت چوپتیا د بیان د ازادۍ لپاره ستر ګواښ دی.

دغه فعالین ګواښ کوي، که حکومت په دې اړه جدي اقدام و نه کړي، دوی به د اعتراض په توګه سړکونو ته راووځي او لارې به بندې کړي.

خو د افغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت د مدني ټولنې لخوا پر حکومت لګول شوي تورنه ردوي، چې ګواکې د رسنیو لخوا د خپرو شویو رپوټونو پر وړاندې غبرګون نه ښيي.

افغانستان کې د مدني ټولنې ځینې فعالان افغان حکومت ته خبرداری ورکوي، که د بیان له ازادی نه د سرغړونکو پروړاندې کوم غبرګون ونه ښيي، دوی به د پلازمینې کابل لارې او سړکونه د مدني اعتراض په توګه وتړي.

د مدني ټولنو غړو په یوه غونډه کې د افغانستان له حکومته غوښتنه وکړه، چې د وینا ازادۍ د ماتوونکو پر وړاندې دې چوپ نه پاتې کېږي.

د مدني ټولنې یوه غړي، عباس فراسو د دغې ټولنې د اعلامیې یوه برخه داسې ولوسته.

"د بیان له ازادۍ او له قانون نه د سرغړونې او د بیان د ازادی پروړاندې سیاسي او سلیقوي چلند درې هغه جدي ستونزې دي، چې په هېواد کې يي د بیان د ازادي اغېزې زیانمنې کړي دي. موږ د مدني ټولنې فعالین له ولسمشر کرزي او مرستیالانو يي، په ملي شورا کې د دواړو جرګو له غړو او د هېواد له سترې محکمې غواړو، چې د بیان له ازادۍ نه د سرغړونکو پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي."

د مدني ټولنې فعالان وايي، د ځمکو د لویو غاصبینو او په مالي فساد کې د ښکېلو کسانو نومونه افشا کېږي او له ښځو سره د زور زیاتي او د جنسي تېري رپوټونه خپرېږي او د لیکوالانو او خبریالانو حقونه ترپښو لاندې کېږي، خو بیا یې هم حکومت پروړاندې کوم غبرګون نه شيي.

"تر دې مخکې د ژورنالیستانو د ساتنې نړېوالې کمېټې CPJ د رسنیو د ازادۍ په اړه په خپل وروستي خپاره شوي رپوټ کې ویلي وو، چې افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره د نړۍ له خطرناکو هیوادونو څخه دی."

خو د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه تورونه ردوي. د دغه وزارت نشراتي مرستیال مبارز راشدي وايي، حکومت تل هغو نیوکو ته چې د رسنیو له لارې کېږي، بشپړ پام کړی.

" په داسې پراخه کچه، چې ویل کېږي، حکومت د رسنیو له لارې نیوکو ته غوږ نه نیسي، زه يي نه منم. نن ډېرې داسې نیوکې چې په رسنیو کې کېږي، افغان حکومت ور ته غوږ نیسي. د ځینو مواردو لپاره څېړونکي پلاوي ټاکل کېږي، په ځینو مواردو کې اړوندې ادارې ته رسماً ویل کېږي، چې په همدغو مواردو کې څېړنه وکړي، ځینې هغه موارد، چې نه دي څېړل شوي، هغه موارد دي، چې موږ هم ورباندې خپل شکایتونه کړي دي. "

تر دې مخکې د ژورنالیستانو د ساتنې نړېوالې کمېټې CPJ د رسنیو د ازادۍ په اړه په خپل وروستي خپاره شوي رپوټ کې ویلي وو، چې افغانستان لا هم د خبریالانو لپاره د نړۍ له خطرناکو هیوادونو څخه دی.

افغان خبریالان هم وايي، چې ډېر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی ستونزمن وي.

په دا وروستیو کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو له بنسټونو سره په ګډه اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون مسوده بشپړه او عدليې وزارت ته واستوله.

دغه کمېسیون له افغان حکومت او ملي شورا غوښتي، چې دغه قانون ژر تر ژره تصویب کړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .