افغانستان: د ښځینه سرتېرو روزنه چټکه شوې

د خپريدو وخت: 09:38 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

د شپې مهال عملياتو کې د افغان ښځينه سرتېرو رول په زياتېدونکي ډول مهم کېږي.

په داسې وخت کې چې ناټو په افغانستان کې د امنيت ساتنې چارې افغان ځواکونو ته سپاري، د دغه هېواد پوځ په ځانګړيو ځواکونو کې د ښځينه سرتېرو روزنې چارې چټکې کړې دي.

دا پرمختګ په داسې وخت کې شوی چې ولسمشر بارک اوباما اعلان کړی چې ۳۴ زره امريکايي ځواکونه به د روان کال تر پايه له افغانستانه ووځي. په کابل کې د بي بي سي خبرياله کارن الن په دې اړه راپور کې کاږي.

د افغانستان ځانګړيو ځواکونو کې د ښځينه سرتېرو شاملول د يو مهم پرمختګ په توګه ستايل کېږي، په تېره بيا په داسې وخت کې چې ناټو له دغه هېواده د بهرنيو ځواکونو ايستلو پروګرام پيلوي.

د اورپکۍ ضد عملياتو کې ډېر وخت د شپې چاپې شاملې وي، خو د يوې کورنۍ شخصي حريم ته ورننوتل ژور کلتوري حساسيت دی. له همدې امله به دوی دغو حساسو ځايونو ته د ورتلو چارې اسانوي.

"که څه هم له اوږدې مودې راهیسې افغان پوځ کې ښځينه سرتېرې وې، خو بيا هم دوی د ټول ځواک ډېره کمه برخه جوړوي."

د ځانګړيو ځواکونو لپاره لسګونه ښځينه سرتېرې غوره شوې او روزل شوې دي. د دوی ټاکلې دنده به د خپلو نارينه ملګرو مرسته وي، چې له هغو کورونو او مېنو ښځې او ماشومان وباسي چې شکمن طالب جنګيالي په کې پټ شوي وي.

دوی ته په دې اړه هم روزنه ورکړل شوې چې د ممکنه ښځينه ځانمرګو بريدګرو پر وړاندې د ساتنې او ژغورنې تدبيرونه غوره کړي.

که څه هم له اوږدې مودې راهیسې افغان پوځ کې ښځينه سرتېرې وې، خو بيا هم دوی د ټول ځواک ډېره کمه برخه جوړوي، او لا تر اوسه افغان ټولنه کې د داسې ښځو پر وړاندې د ننګ مسئله پراخه ده، چې په پوځ کې دندې پر غاړه اخلي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .