د زندانیانو د ځورونکو د نیولو امر وشو

د خپريدو وخت: 19:38 گرینویچ - شنبه‬ 16 فبروري 2013 - 28 سلواغه 1391

پلاوي له ۲۸۴ زندانیانو او نیول شویو کسانو سره خبرې کړي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي له لویې څارنوالۍ غوښتي چې د افغانستان په زندانونو کې له زندانیانو سره د بد چلند عاملین په نښه او مجازات کړي.

دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې د افغان حکومت د حقیقت موندنې پلاوي څېړنې وښودله چې د افغانستان په توقیف ځایونو کې زندانیان ځورول شوي او بد چلند ورسره شوی دی.

د دغه پلاوي د موندنو له مخې نیمايي مرکه شویو کسانو د نیول کېدو پرمهال په توقیف ځایونو کې د بد چلند له امله شکایت کړی او د دغو کسانو له ۶۰ سلنې زیاتو یې مدافع وکیل نه درلود.

افغان ولسمشر حامد کرزي له لویې څارنوالۍ غوښتي چې له زندانیانو سره د بد چلند په اړه د افغاني پلاوي د موندنو پایلې وڅېړي او پر بد چلند تورن کسان له عدلي تعقیب لاندې ونیسي.

دغه پلاوي له ۲۸۴ زندانیانو او نیول شویو کسانو سره خبرې کړي دي. له دې ډلې ۱۴۸ تنو یې د بد چلند له امله شکایت کړی دی.

د افغان حکومت د حقیقت موندلو پلاوی د ولسمشر حامد کرزي په امر وروسته له هغه وټاکل شو چې ملګرو ملتونو په درې ولایتونو کابل، هرات، او کندهار کې په زندانونو او توقیف ځایونو له بندیانو سره د بد چلند به اړه راپور خپور کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې د جرمونو کشف د پولیسو دنده او څېړنې او د دعوې اقامه د څارنوالانو واک دی او بل هېڅ ارګان له شکمنو کسانو د څېړنې حق نه لري.

ولسمشر حامد کرزي له ټولو امنیتي ارګانونو غوښتي چې خپلې ټولې چارې د قانون له حکم سره سم ترسره کړي او د نورو په چارو کې له لاس وهنې ډډه وکړي.

ښاغلي کرزي د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت د کشف او څېړنې له څانګو غوښتي چې د شکمنو کسانو د نیولو پر مهال له هغوی سر بد چلند و نه کړي.

د شنبې په ورځ هم ولسمشر حامد کرزي د ملي اردو افسرانو ته په وینا کې له خلکو سره بد چلند د دولت لپاره شرم بللی و.

"دا لس کاله زه په دې مصروف یم چې د خلکو حقونه خوندي کړم، له امریکا او نړۍ سره مې پرې ټکر کړی دی، خو دا به ډېر شرم او افسوس ځای وي، چې ناټو او مریکا مو له دې کار منع کړې وي او خپله د خپلو خلکو حقونه تر پښو لاندې کوو."

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو ته دنده سپارل شوې د هغو زندانیانو درملنه وکړي چې بد چلند ورسره شوی دی.

دغه راز ولسمشر حامد کرزي لویې څارنوالۍ او ملي امنیت ته دنده سپارلې چې تر راتلونکو دوه میاشتو د هغو زندانیانو د خوشې کولو زمینه برابره کړي چې د محکمو لخوا برات ورکړل شوی دی.

له سترې محکمې هم غوښتل شوي چې د هغو زندانیانو د خوشۍ کولو زمینه برابره کړي چې د حبس وخت یې پوره شوی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .