د افغانستان د مسلې پر سر د هند او پاکستان سیالي

د خپريدو وخت: 12:45 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

د افغانستان حکومت له ګاونډيانو، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د متوازنو اړيکو پر لرلو ټينګار کړ

په ډيلي کې د افغانستان، امريکا او هند ترمنځ د درې اړخيزې ناستې په درشل کې د افغانستان د مسلې پر سر د هند او پاکستان سيالۍ زور اخيستی دی.

هندي چارواکو په افغانستان کې د پاکستان د رول په اړه اندېښنه ښوولې، ويلي يې دي چې له روسيې او چين سره به په دې تړاو وغږېږي.

د هند د داخلي امنيت سلا کار رسنيو ته ويلي دغه خبرې به د دې ميلادي مياشتې په وروستيو کې ترسره شي.

نوي ډيلي په وروستيو کلونو له کابل سره نژدې اړيکې لرلي او په افغانستان کې د هند پانګونه د پاکستان له لوري له غبرګون سره مخامخ شوې ده.

ښايي دا له برتانيا نه د اسلام اباد د هغې غوښتنې غبرګون وي چې په افغانستان کې يې د هند د رول د محدولو په تړاو کړې وه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې په وروستۍ يوه لسيزه کې له لوړو ژورو سره ملې وې او افغانستان هند خپل نژدې متحد او لوی مرسته کوونکی هېواد بولي.

ډېر رول

له هغه وروسته چې امريکا له افغانستان نه د خپلو ځواکونو د وتو اعلان کړی، په افغانستان کې د زيات رول لوبولو پر سر د سيمه ييزو هېوادونو سيالۍ زور اخيستی دی.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د سيمې له هېوادو او نړۍ سره د کابل نژدې اړيکې د هېڅ هېواد په زيان نه دي.

د دغه وزارت وياند جانان موسی زی وايي د افغانستان بهرنۍ تګلاره يې د ملي ګټو پر بنست تنظيم شوې ده:

"داسې برېښي چې افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د خپلې بهرنۍ پاليسۍ او اړيکو په برخه کې نوې او مستقله تګلاره تجربه کړي."

''هغسې چې موږ تل ټينګار کړی افغانستان يو خپلواک او د ملي حاکميت لرونکی هېواد دی، او له ګاونډيانو، سيمه ييزو هېوادونو او نړېوالې ټولنې سره د خپلو ملي ګټو پر بنسټ اړېکي تنظيموي.

پر همدې مهال يو داسې هېواد چې د يوه ګاونډي په توګه يې خپل مسووليت درک کړی، هېڅ وخت به اجازه ور نه کړي چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو له امله کوم ګاونډي هېواد ته ګواښ متوجه شي.''

داسې برېښي چې افغانستان په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د خپلې بهرنۍ پاليسۍ او اړيکو په برخه کې نوې او مستقله تګلاره تجربه کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .