''له ملي ځواکونو سره د موازي قطعاتو مخه ونیسئ''

د خپريدو وخت: 13:11 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

امنیت شورا د یوه داسې پلاوي د جوړېدو پرېکړه هم کړې، چې له بهرنیانو وغواړي دغه وسله والې ډلې د افغانستان د ملي ځواکونو په چوکاټ کې ورګډ شي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا غړو په خپله وروستۍ ناسته کې د افغانستان له امنیتي بنسټونه غوښتنه کړې، چې د هغو ټولو وسله وال قطعاتو مخه ونیسي، چې د دغه هېواد د ملي ځواکونو له چوکاټه د باندې د بهرنیو ځواکونو له خوا رامنځ ته شوې دي.

د ملي امنیت شورا ظاهراً وروسته له هغه دغه پرېکړه کړې په میدان وردګو کې د خلکو په وینا د کمپاین په نوم وسله والو عملیات وکړل او یو کس په کې ووژل شو.

که څه هم د امنیت شورا په خبرپاڼه کې دغه وسله وال قطعات نه دي په ډاګه شوي، خو د کمپاین په نوم یو شمېر وسله وال تر ډېره د افغانستان په میدان وردګ، خوست، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو فعالیت کوي.

په خوست کې د ولایتي شورا غړی داود شاه مکین زي بي بي سي ته وویل، چې د کمپاین په نوم نژدې دوه زره وسله وال په خوست کې له بهرنیو ځواکونو سره کار کوي.

د بهرنيو په مرسته جوړ "کمپاين" افغان ځواک ولې په کار دی؟

د افغانستان د ملي امنیت شورا د هېواد له امنیتي بنسټونو غوښتي چې د هغو وسله والو قطعاتو مخه ونیسي، چې د ملي ځواکونو له چوکاټه بهر د بهرنیانو له خوا جوړ شوې دي.

اوريدلmp3

تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

په يو بل غږونکي کې يې وغږوئ

نوموړي وویل، چې دغه ځواکونه په شپنیو عملیاتو کې د خلکو پر کورونو چاپې هم اچوي.

لوټ

''د کمپاین په نامه ځواکونه مستقیماً پر امریکایانو پورې ارتباط لري؛ ځکه چې دوی روزنه ورکوي، په خوست کې د دوی له عملیاتو زیاتره خلک شکایت لري او په ځینو پېښو کې ان بې ګناه ولسي وګړي هم شهیدان شوي دي او ان ټوله شتمنۍ یې ځینې وخت لوټ کړې هم ده.''

خو ښاغلی مکین زی د دغو ستونزو تر څنګ دا هم وايي، چې د کمپاین په نوم دغه وسله وال له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې ګټور ثابت شوي او تر ډیره یې خوست ته د وسله والو د ورتګ مخه هم نیولې ده.

په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه هم وايي، د امنیت شورا په مصوبه د دغووسله والو ډلو په اړه جزیات نه دي ورکول شوي.

په کابل کې د دغو ځواکونو ویاند ګونتر ګتز وويل: ''په دقیق ډول په دې اړه څه مالومات نه لرم او په دغه فرمان کې هم داسې روښانه څه نه دي ویل شوي، چې موخه یې کوم ځواکونه دي. تر هغه ځایه چې زه مالومات لرم، سیمه ییزو پولیسو ته د امریکا له خوا زده کړې ورکول شوې دي او هغه د افغان ځواکونو په چوکاټ کې دي''.

په افغانستان کې د کمپاین په نوم وسله قطعات دغه هېواد ته د نړیوالو ځواکونه له راتګ وروسته د امریکایانو له خوا جوړ شول، چې موخه یې د بهرنیو ځواکو د اډو ساتل، په کلیوالو سیمو کې عملیات او له پاکستانه افغانستان د وسله والو د راتګ مخنیوی و.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .