افغانستان د ودانيزو چارو معيارونه ځانګړي کړل

د خپريدو وخت: 16:19 گرینویچ - دوشنبه 18 فبروري 2013 - 30 سلواغه 1391

ملي ساختماني کوډونه د ودانیزو چارو لپاره د قانون حیثیت لري چې د ودانو چارو جزییات په کې ځای شوي دي.

د افغانستان د نورم او ستڼډرډ ملي ادارې د جوړولو په چارو کې لسګونه کوډونه تصویب کړي چې په نهو مختلفو سکتورونو کې دي.

دغه اداره وايي اوس یې په تخنیکي مقررې کار پیل کړی دی، چې له هغې سره به د اړوندو ادارو او وزراتونو صلاحیتونه او مسؤلیتونه هم څرګند شي.

په افغانستان کې د ملي کوډونو او معیارونو نه پلي کېدو د پانګو پر جلب منفي اغېز کړی چې له همدې امله سترو نړیوالو شرکتونو ګڼ تړونونه د خصوصي سکتور له منګولو ایستلي دي.

ملي ساختماني کوډونه د ودانیزو چارو لپاره د قانون حیثیت لري چې د ودانو چارو جزییات په کې ځای شوي دي.

دا مهال د افغانستان په بېلا بېلو ادارو کې مختلف کوډونه او معیارونه کارول کېږي چې د چارواکو په وینا باید مخنیوی یې وشي.

د افغانستان د نورم او ستڼډرډ د ملي ادارې مشر پوپلزی پوپل وايي دوی د نهو بېلا بېلو سکتورونو لپاره ۱۸۳ نوي ستڼډرډونه او څلور کوډونه تصویب کړي چې دا کار له بېلا بېلو وزراتونو او ادارو سره په سلا مشورې شوي دي.

د افغان حکومت د کابینې د فرمان له مخې یو شمېر ادارو پر ۷۵ ودانیو څېړنې کړي چې د چارواکو په وینا پایلې یې ډېرې منفي وې او د ودانیو په جوړولو کې له شته قوانینو پراخې سرغړونې کېږي.

د افغانستان د ټولګټو یا فواید عامې وزیر وايي دا مهال په افغانستان کې د ساختماني چارو په برخې کې یوه بې باوري رامنځ ته شوې ده:

"د ستڼډرډونو د نشتوالي له امله افغانستان د ساختماني موادو په برخې کې په ډېر خراب بازار بدل شوی دی. هېڅ انجینیر په خپل ډیزاین باور نه لري او هېڅ ډیزاین په ساحې کې له اړوند مشخصاتو سره نه شي پلي کېدای، که څه هم وړاندې تر دې په دې برخې کې ځینې ګامونه اوچت شوي وو خو ټول تیت او پرک وو او د انسجام ټکی په کې نه وو."

افغان چارواکي وايي په تخنیکي مقررو یې کار پیل کړی، چې له هغې سره به د اړوندو ادارو او وزراتونو صلاحیتونه او مسؤلیتونه هم څرګند شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .