م م: د افغان حکومت پلوي ملکیانو وژنه ډېره شوې

د خپريدو وخت: 07:47 گرینویچ - سه شنبه 19 فبروري 2013 - 01 کب 1391

افغانستان کې د ملکي تلفاتو مساله حساسه او مهمه موضوع ده.

ملګري ملتونه وايي، په تېر میلادي کال کې د افغانستان د حکومت مخالفو وسله والو له خوا د افغان ملکي دولتي مامورینو یا دولت پلوه کسانو په مرګ ژوبله کې ۷۰۰ ٪ ډېر والی راغلی.

د ملګرو ملتونو دغه ۸۵ مخیز رپوټ په افغانستان کې د وسله والو مخالفیونو په بریدونو، هوايي عملیاتو، او هدفي وژنو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ارزولې ده.

افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو متلونو د ۲۰۱۲ کال رپوټ کې دغه راز راغلي چې د ملکي دولتي کارکوونکو د تلفاتو ترڅنګ د حکومت مخالفو وسله والو له خوا په هدفي وژنو کې هم ۱۰۸ سلنه ډېروالی راغلی.

بل لور ته د همدې رپوټ د معلوماتو له مخې په ټول کې په ملکي تلفاتو کې د تېر میلادي کال په پرتله ۱۲ سلنه کموالی راغلی.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي چې، په ۲۰۱۲ کال کې د ښځو او ماشومانو او د حکومت د مخالفو وسله والو له خوا په تلفاتو کې ډېروالی راغلی خو په هوايي بریدونو کې بیا ملکي تلفات لږ شوي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی یان کوبېش په دې اړه وویل:

" د ملکيانو د وژنو او زیانمنولو په اړه نورې زړه بوږنونکې پېښې، ۷۰۰ ٪ زیاتې شوې، ۷۰۰ ٪ ، زه په ټینګار وایم ملکیان، هغه چې د حکومت په پلوی کار کوي. بیلابیل چارواکي، قومي او مذهبي مشران، هغه کسان چې د سولې په ګټه خبرې کوي، دا یو جنګي جرم دی او هغه څوک چې جنګي جرمونه کوي سزا به ګوري."

ملګري ملتونه وايي په دغه کال کې د ښځو او ماشومانو په تلفاتو کې هم ۲۰ سلنه ډېروالی راغلی.

"د یوناما په وینا د ملکي تلفاتو ستر لامل د سړک غاړې ماینونه دي چې په تېر میلادي کال کې یې له ۸۰۰ زیات کسان وژلي او تر ۱۶۰۰ ډېر نور یې تپیان کړي دي."

خو د دغه رپوټ د معلوماتو له مخې افغانستان کې په تېرو شپږو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د تېر میلادي کال په پرتله سږ کال په ټولیزه توګه ملکي تلفاتو کې ۱۲ سلنه کموالی راغلی خو د مرګ ژوبلې په پېښو کې که بیا لږ زیاتوالی راغلی.

تېر کال افغانستان کې ۷۵۵۹ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۲۷۵۴یې وژل شوي او ۴۸۰۵ یې تپیان دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشره، جورجیت ګنن په دغه هېواد کې د ولسي مرګ ژوبلې د کمېدو لاملونه داسې په ګوټه کوي.

" د مرګژوبلې کمېدل څلور سببونه لري، لومړی، په ځمکنیو وسله والو نښتو کې ولسي وګړو ته لږه مرګ ژوبله اوښتې، د دولت مخالفو وسله والو له خوا د ځانمرګو بریدو په کچه کې کموالی راغلی، د نړیوالو ځواکونو له خوا ترسره کېدونکي هوايي بریدونه لږ شوي او د افغان او نړیواکو ځواکونو له خوا د ولسي مرګ ژوبلې د کمولو لپاره ګامونه پورته شوي."

د یوناما په رپوټ کې راغلي چې د ملکي تلفاتو ۸۱ سلنه د دولت د وسله والو مخالفینو لخوا رامنځ ته شوې چې د تېر کال پرتله نهه سلنه زیاتوالی ښيي او ۸ سلنه تلفات د دولت د پلوي ځواکونو له خوا رامنځ ته شوي. خو د ۱۱ سلنه تلفاتو عاملین معلوم نه دي.

د رپوټ له مخې په ۲۰۱۲ کال کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه د ۲۰۱۱ کال پر تله ۴۲ سلنه ټیټه شوې.

د یوناما په وینا د ملکي تلفاتو ستر لامل د سړک غاړې ماینونه دي چې په تېر میلادي کال کې یې له ۸۰۰ زیات کسان وژلي او تر ۱۶۰۰ ډېر نور یې تپیان کړي دي.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د وسله والو ډلو بیا پیدا کېدو د ملکي وګړو لپاره یو نوی ګواښ رامنځ ته کړی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .