د پاکستاني طالبانو قومندان نیول شوی

د خپريدو وخت: 09:11 گرینویچ - چارشنبه 20 فبروري 2013 - 02 کب 1391
مولوي  فقیر محمد

ویل کېږي، مولوي فقیر محمد د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی.

رپوټونه وايي، د پاکستاني طالبانو یو قومندان مولوي فقیر محمد د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې نیول شوی دی.

د تېر ۲۰۱۲ په مارچ کې، مولوي فقیر محمد د پاکستاني طالبانو د مرستیال مشر له مقامه لیرې کړای شو، خو نوموړي بیا هم له طالبانو سره خپله همکاري جاري ساتلې وه.

نوموړی د طالبانو له تحریکه له دې کبله لرې شوی و، چې ګني د پاکستان له حکومت سره یې د خبرو او جوړجاړي لپاره هڅې پیل کړې وې.

له تحریکه تر ایستل کېدا یوه ورځ وروسته، مولوي فقیر محمد یوه خبرپاڼه خپره کړه چې په وینا یې له پاکستاني حکومت سره په دې شرط د خبرو ملاتړی دی، چې له سولې سره مرسته وکړای شي.

نوموړي دا هم ویلي وو له دې کبله د تحریک له مرستیالۍ لرې شوی، چې له پاکستاني حکمت سره یې د سولې پر خبرو هڅې پیل کړې وې.

پاکستان کې پر پوځیانو د یو شمېر مرګونو بریدونه د پړې ګوته مولوي فقیر محمد او د هغه جنګیالیو ته نېول شوې.

پر ده دا تور هم لګول کېږ،ي، چې ګني د افغانستان پولې ته څېرمه قبایلي سیمه باجوړ کې روزن ځایونه لري.

د پاکستان حکومت د نوموړي د نیولو پر سر ۱۵۳۰۰۰ ډالر جایزه اېښې ده.

خبریالان وايي، که چېرې د نوموړي نیونه رښتیا شي، شاید د دوو ګاونډيو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) ترمنځ څه ناڅه رغول شوي اړیکي یوځل بیا ترینګلي شي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .