افغانستان کې د سولې راتلو پنځه عوامل

د خپريدو وخت: 13:11 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391

سویس د افغانستان د سولې خبرو کې د درېیمګړي چمتووالی ښودلی.

د افغاني چارو کارپوه اډوارډ جیراردیټ د کریسټیان ساینس مانیټور ورځپاڼې د یاداشتونو په سر کې ویلي، چې افغانستان کې د شاوخوا ۳۵ کلنې جګړې د ختمولو لپاره د سولې پراخو هڅو ته اړتیا ده.

نوموړی وايي، لومړی د سولې د خبرو لپاره د زمینې برابرول مهم دي.

دغه لیکوال په دې اند دی، چې افغانستان کې د دایمي سولې لپاره پنځه عوامل ضرور دي:

۱: د ټولو افغانانو ونډه

ټول افغانان باید د سولې د خبرو په بهیر کې ونډه واخلي، هغوی که په حکومتي چوکاټ کې دي او که نورې یاغي ډلې او یا د سیاسي او مذهبي ډلو بانفوذه مشرن.

هداشان، د مدني ټولنې فعالین باید هېر نه کړای شي، چې د سولې خبرو کې مهمه ونډه لرلی شي.

لیکوال وايي، د افغاني ټولنې۶۰ سلنه برخه هغه ځوانان جوړوي، چې عمرونه یې تر ۲۵ کالو ټيټ دي، چې په وینا یې تر ډېره پر مخکنیو جهادي مشرانو (طالبانو او د مخکنیو ګوندونو مشران) پورې تړاو نه لري. د دوی نظر باید واخیستل شي.

۲: د افغانانو په مشرۍ د امریکا په ملاتړ د سولې خبرې

د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او د امریکا او ملاتړو په مخلصانه ملاتړ مخته بوتلل شي، خو اسلام اباد ته باید تر اړتیا ډېر اهمیت په کې ورنه کړل شي.

لیکوال وايي، که څه هم د پولې پر سر شخړې ددواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا رامنځ ته کړې ده، خو افغانستان د ایران په څېر نور ګاونډي هېوادونه هم لري، چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره په ګډه له اروپا او نورو هېوادونو سره سوداګري پراخه کړي.

۳: د خبرو شفافیت

لیکوال وايي، د سولې خبرې باید رڼې وي، پټ تړونونه باید په کې نه وي، افغانستان کې چې چا وخت تېر کړی، پوهېږي چې عادي افغانان تل غولول شوي. په تېره بیا مرستندویو هېوادونو د ۲۰۰۱ د بن کانفرانس تر خبرو وروسته له افغان سولې سره هېڅ مرسته نه ده کړې.

۴: له ناټو پرته پر خبرو د ناپېلي هېواد څارنه

د سولې پر خبرو باید کلکه څارنه دوام ولري، لږترلږه له ناټو غړو هېوادونو پرته یو ناپېلی هېواد باید دغه خبرې وڅاري.

په وروستیو کې د سویس سیاسي مشرانو دغه منځګړتوب ته چمتووالی ښودلی دی، خو افغانان په دودیزه توګه نه غواړي چې د کوم بهرني هېواد مداخله د دوی هڅې په اوبو لاهو کړي.

۵؛ لوېديځ افغانستان نه شي پرېښودلی

په پای کې لیکوال وايي، د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، لوېديځ باید له افغانستانه په اسانۍ لاس وانه خلي.

لیکوال وايي، عام افغانان باید د سولې خبرو کې ګډون وکړي.

دی وايي، په ۱۹۸۸ کې هغه مهال چې سور پوځ له افغانستانه ووت، لوېديځ افغانستان یوازې پرېښود، چې د کورنیو جګړو لپاره زمینه برابره شوه.

دی وايي، چې دې کار سختې ناوړه پایلې درلودې، په ځانګړې توګه خونړۍ کورنۍ جګړه وشوه او د طالبانو تحریک راپورته شو.

دا ځل لوېديځ په تېره بیا امریکا، باید له افغانستان سره اوږدمهاله ملګرتیا وکړي، پانګونه وکړي او د پراختیايي کارونو لپاره نړیوال ملګري راجلب کړي.

د دې مانا دا نه ده، چې ګني له افغانستان سره نور میلیاردونه ډالر مرستې شوي، بلکې هلته د بیارغونې پر چارو تمرکز زیات شي، له طبیعي زېرمو افغانستان سمه ګټه واخلي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .