4G، که غولوونکی اعلان

د خپريدو وخت: 13:01 گرینویچ - پنجشنبه 21 فبروري 2013 - 03 کب 1391

د مخابراتو وزارت وايي دا مهال په دې هېواد کې د فور جي خدمتونو ته زمینه نه ده برابره

د مخابراتو وزرات چارواکي وايي د اتصالاتو شرکت د یوه دروغ او غولونکي خبر په خپرولو سره له ناسمې لارې ګټه اخلي.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د ادارې مشر خیرمحمد فیضي په وینا د مخابراتو وزرات له خوا د فور جي خدمتونو د پیلېدو خبر سم نه دی، ځکه د وړتیاو د نه شتون له امله ددغو خدمتونو اجازه لیک هم نه دی صادر شوی.

ښاغلي فیضي د افغانستان له خلکو وغوښتل چې پر دا راز اعلانونو ونه غولیږي. خو خبر دا ده چې اوس د مخابراتو وزرات د تري جي خدمتونو ته هم چې له شاوخوا یوه کال را په دیخوا وړاندې شوي د شک په سترګه ګوري.

ښاغلی فیضي وايي سره له دې چې دغه اداره د انترنتي خدمتونو د وړاندې کولو د اندازه ګیرۍ او ثبت لپاره آسانتیاوې په واک کې نه لري، خو د تري جي انترنتي خدمتونه هم په معیاري ډول خلکو ته نه دي وړاندې شوي:

د مخابراتو وزارت ددغو څرګندونو په اړه مو وغوښتل چې په کابل کې د اتصالاتو د دفتر غبرګون هم ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شولو.

د افغانستان د مخابراتو وزارت په دغه هېواد کې د 4 G یا څلورم نسل چټکو خدمتونو اعلان دروغ او غولونکی وباله.

شاوخوا یو کال وړاندې اتصالات لومړنی مخابراتي شرکت وو چې د تري جي یا دریم نسل انترتي چارې یې په افغانستان کې پیل کړې.

چې تر یوې مودې وروسته د ایم ټي این شرکت هم د ورته خدمتونو وړاندې کول پیل کړل.

خو په همدې مودې کې زیاتره خلک او د مخابراتو وزرات چارواکي ددغو خدمتونو له وړاندې کولو خوښ نه دي.

که څه هم د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي د بېلابېلو مخابراتي شرکتونو د جریمه کولو خبر کوي، خو دا نه په ډاګه کوي چې دغو شرکتونو د چټکو انترنتي خدمتونو وړاندې کولو په نوم د خلکو څومره پیسې خپلو جیبونو ته وهلي دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .