ترافیکي پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي

د خپريدو وخت: 10:49 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

د افغانستان په شمال کې ځايي اوسېدونکي په دغه سیمه کې د ترافيکي پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي دي.

د افغانستان په شمال کې د کابل ـ مزار پر لويه لار د يوې ترافيکې پېښې په پايله کې ۱۱ کسان وژل شوي چې يوه ښځه او دوه ماشومان هم په کې دي.

ولايتي چارواکي وايي په پېښه کې ۲۴ کسه نور ټپيان دي. دوی وايي ټکر تېر ماښام ( د فبرورۍ ۲۱ ) د مزار ښار او خلم ولسوالۍ ترمنځ د ۳۰۳ ډوله موټر او يوې لارۍ د ټکر له امله رامنځ ته شوی دی.

ويل کېږي چې د ۳۰۳ ټولې سپرلۍ د جوزجان د آقچې ولسوالۍ وې. د پېښې سبب د اوس لپاره د چلوونکو بې احتياطي ښوول شوې.

دغه پېښه تېر ماښام نژدې اووه بجې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې ۳۰۳ ډوله بس ګاډي له کاماز ډوله لارۍ سره ټکر وکړ. د بلخ ولایت د ترافیکو مدیر عبدالحسن صفا بي بي سي ته وویل، چې په پېښه کې ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا د بس ډرېور، یوه ښځه او یو ماشوم هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي. د نوموړی په وینا دوی ته ویل شوي، چې د لارۍ ډرېور روغتیايي حالت هم ښه نه دی.

د بس ټولې سپرلۍ د جوزجان د اقچه ولسوالۍ اوسېدونکي دي. د بلخ د ترافیکو مدیر زیاته کړه، چې د پېښې سبب زیات سرعت او د لارۍ چلوونکي بې احتیاطي دي. د نوموړي په وینا د دوی څېړنې روانې دي.

په دا وروستیو کې د افغانستان په شمال کې ځايي اوسېدونکي په دغه سیمه کې د ترافيکي پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي دي.

د فاریاب مرکز ښار د مرکزي روغتون مسوولینو په دا وروستیو کې وویل، چې دغه ښار کې په تېرو ۱۰ میاشتو کې شاوخوا ۱۵۰۰ ترافيکي پېښې ثبت شوې دي.

ویل کیږي، چې هره ورځ نژدې اته ترافيکي پېښې رامنځ ته کیږي چې ځاني او مالي زیانونه هم اړوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .