کابل د پاکستاني طالب سپارلو څرګند ځواب نه دى ويلى

د خپريدو وخت: 16:28 گرینویچ - جمعه 22 فبروري 2013 - 04 کب 1391

افغان حکومت وايي، اوس مهال د نیول شویو کسانو په اړه څېړنې روانې دي.

افغان دولت د پاکستان د هغې غوښتنې په اړه تر اوسه څرګند ځواب نه دی ورکړی، چې ويلي يې و مولوي فقیر محمد دې ور وسپاري.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې خبر ورکړی، چې د پاکستاني طالبانو د دغه قوماندان د ورسپارلو په اړه یې له افغان دولت سره خبرې کړې دي.

خو افغان حکومت وايي، اوس مهال د نیول شویو کسانو په اړه پلټنې روانې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د غوښتنې په غبرګون کې رسنیو ته په یوه لېږلي پېغام کې لیکلي، چې د افغانستان، پاکستان او برتانیا تر منځ د لندن په درې اړخیزې غونډې کې پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د بندیانو د د تبادلې کوم هوکړه لیک نشته.

افغان دولت په دغه غونډه کې له پاکستانه غوښتنه کړې وه، چې افغان طالب بندیان دې ور وسپاري.

افغانستان د پاکستاني حکومت هغې غوښتنې ته چې مولوي فقیر محمد دې ور وسپاري تر اوسه کوم روښانه ځواب نه دی ورکړی او ویلي یې دي، چې د نیول شویو کسانو په اړه د دوی څېړنې روانې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په دغه لیکلي پېغام کې ان د پاکستاني طالبانو د پخواني مرستیال مولوي فقیر محمد نوم هم نه دی اخیستل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې په څرګنده ویلي وو، چې له افغان دولته یې غوښتي چې مولوي فقیر محمد د پاکستان حکومت ته ور وسپاري.

د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار چارواکو ویلي چېهلته پنځه وسله وال نیول شوي، خو د مولوي فقیر محمد د نیول کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د افغانستان حکومت او د دغه هېواد د سولې عالي شورا له تېرو څو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول له اسلام اباده غوښتنې کوي، چې په پاکستان کې نیول شوي افغان طالبان ور وسپاري، خو په دې وروستیو کې پاکستان یو شمېر افغان طالبان له خپلو زندانونو خوشې کړل، خو افغان دولت ته یې و نه سپارل.

پاکستان ویلي وو، د طالب بندیانو په خوشې کولو کې یې موخه دا وه، چې دوی به د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي، خو لوېدیځو رسنیو په دې وروستیو کې رپوټونه خپاره کړي، چې له پاکستاني زندانونو یو شمېر خوشې شوي بندیان بېرته د وسله والو طالبانو لیکو ته ور ګرځېدلي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .