کابل د اعدامېدونکو افغانانو د سزا کمولو هڅې کوي

د خپريدو وخت: 13:15 گرینویچ - شنبه‬ 23 فبروري 2013 - 05 کب 1391

موسی زی وايي د افغانستان د غوښتنې پربنسټ د ډېرو افغان بندیانو د مرګ سزا پر اوږده بند اوښتې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې د افغان بندیانو د وروستیو اعدامونو په اړه یې له رسنیو خبر تر لاسه کړی او په دې اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

د دغه وزارت ویاند جانان موسی زي په کابل کې خبریالانو ته وویل، دوی له څه مودې راهیسې هڅې کوي، چې په ایران کې د مرګ په سزا محکوم شوو افغان بندیانو سزا له اعدامه پر اوږدمهاله بند واړوي او په خبره یې په دې برخه کې یې پاموړ پرمختګ هم کړی دی.

د نوموړي په خبره د دوی د غوښتنو په پایله کې تر اوسه د ډېرو افغان بندیانو د مرګ سزا په اوږدمهاله بند اوښتې ده.

ښاغلي موسی زي همداراز زیاته کړه، چې دوی له ایراني چارواکو سره د یوه داسې مېکانېزم د رامنځ ته کولو په اړه هم خبرې کوي، چې له مخې به یې په ایران کې د افغان وګړو د نیول کېدو، عدلي تعقیب او د قضايي محکومیت په اړه په ټاکلي وخت د افغانستان حکومت ته خبر ورکول کېږي.

افغان دولت دغه څرګندونې په داسې وخت کې کوي، چې په دې وروستیو کې په ایران کې د یو شمېر افغان بندانیانو د اعدامېدو رپوټونه ورکول شوي دي.

له دغه هېواده د پنځو تنو اعدام شویو افغان بندیانو مړي بېګا شپه د افغانستان د تخار ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

اعدام شوي بندیان

اعدام شوي افغانان د تخار ولایت وو.

په ایران کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي پنځه افغان بندیان افغانستان ته لېږدول شوي دي.

اعدام شوي کسان د شمالي تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

سیمه ییز خلک وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې دغې ولسوالۍ ته په ایران کې اته افغان اعدام شوي بندیان ور وړل شوي دي.

وړاندې هم ګڼ افغانان په ایران کې د بېلابېلو تورونو له کبله اعدام شوي او د افغانستان په لویو ښارونو کې د ایران د دې کار پر وړاندې مظاهرې هم شوې دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .