د افغانستان کانونو قانون کې تعدیل راځي

د خپريدو وخت: 12:24 گرینویچ - 24 فبروري 2013 - 06 کب 1391

د وزیرانو شورا غوښتنه کړې چې ټولې داوطلبۍ باید عامې وي او له قانون څخه دې غیر اړین محدودیتونه وایستل شي.

ظاهراً د افغان حکومت کابینه له کانونو د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو اندېښنه لري. د وزیرانو شورا د وروستۍ اعلامیې په یوې برخې کې راغلي چې په قانون کې د له کانونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تړاو کافي او جدي ضمانتونه په پام کې ونیول شي.

د وزیرانو شورا غوښتنه کړې چې ټولې داوطلبۍ باید عامې وي او له قانون څخه دې غیر اړین محدودیتونه وایستل شي.

د کانونو وزرات د پالیسۍ او پروګرامونو برخې سلاکار اسد ضمیر بي بي سي ته وویل یو شمېر بهرنیو پانګوالو د مخکنی قانون له مخې پانګونې ته زړه نه ښه کاوه نو ځکه د تعدیلاتو د راوستو غوښتنه پکې وشوه:

''اساسا یوه ستونزه دا وه چې دا قانون پانګوالو ته په زړه پورې نه وو او هغه آسانتیاوې چې دوی په قانون کې غوښتې موجودې نه وې. نو په دې قانون کې د نړیوالو قوانینو په لیدو سره، ټولې هغه آسانتیاوې چې یو پانګوال یې غواړي پکې ځای شوي دي''.

بهرني پانګه وال

چارواکي وايي له نویو سمونونو سره به بهرني پانګه وال وهڅول شي چې په افغانستان کې پانګونې ته لا ډېر زړه ښه کړي.

د خلکو او حکومت ګټې په لومړي سر کې ځای لري، خو داسې لارې چارې هم لټوي چې پانګوال ورسره وهڅول شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

وړاندې تر دې هم د افغانستان د کانونو په برخې کې له یو شمېر نړیوالو شرکتونو سره تړونونه شوي دي. د ښاغلي ضمیر په وینا هغه تړونونه چې وړاندې تر دې شوي په نوي قانون او تګلارو کې نه شاملیږي:

د افغانستان د کانونو اصلاح شوی قانون له ۱۹ فصلو او ۱۲۲ مادو جوړ شوی دی.

''د ابدلونونه پر مخکنیو تړونو کوم اغېز نه لري. مخکني تړونونه به هماغه شان چې شوي وو پلي کیږي. اوسني بدلونونه د هغو کانونو لپاره دي چې نوي اعلان ته سپارل کیږي''.

وړاندې تر دې بهرنیو پانګوالو د افغانستان د کانونو د قانونو د ځینو برخو په اړه اندېښنه ښوولې وه، چې د کانونو وزرات په وینا له نویو سمونونو سره به شته ستونزې له مخې لېرې شي.

د افغانستان د کانونو اصلاح شوی قانون له ۱۹ فصلو او ۱۲۲ مادو جوړ شوی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .