ژورنالیستانو سره د بد چلند پرسر د ننګرهار پر امنیتي کارکونکو نیوکی شوي

د خپريدو وخت: 19:31 گرینویچ - دوشنبه 25 فبروري 2013 - 07 کب 1391

دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان خبریالان د امنیتي ځواکونو له خوا وهل ټکول کیږي او یا هم په زور ترې وسایل اخیستل کېږي.

په جلال اباد ښار کې د یکشنبې په ورځ د نومبر ۲۴مه ځینې خبریالان هغه مهال د ملي امنیت د کارکونکو له خوا وډبول شول، چې غوښتل چې د ملي امنیت پر ریاست د برید خبري پوښښ وکړي.

په جلال اباد کې د امنیتي ځواکونو له خوا د خبریالانو له ډبولو وروسته پر دویمه ورځ هم د ژورنالیستانو د حقونو مدافع بنسټونو خپل اعتراضونه روان ساتلي دي.

په جلال اباد کې یو شمېر خبریالان هغه وخت ډبول شوي وو، چې د ملي امنیت دریاست ودانۍ مخې ته د چاودنې د خبرې پوښښ لپاره ورغلي وو.

له دې وړاندې امنیتي چارواکو له ټولو خبریالانو غوښتنه هم کړې وه، چې د دغه ډول پیښو پرمهال دې سیمې ته نژدې نه ورځي ځکه د دوی په وینا په ځینو حالاتو نور چاودنې هم کیږي.

په جلال اباد کې ځینې خبریالان ولایت ته ورغلي و او له سیمه ییزو چارواکو نه یې د یکشنبې ورځې د پيښې عاملانو ته د سزا غوښتنه کوله.

دغه خبریالان وايي، سیمه ییزچارواکو ورسره هغو امنیتي کسانو ته د سزا د ورکولو ژمنه کړې چې پرون یې په جلال اباد کې له خبریالانو سره ناوړه چلند کړی وه.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې هم له افغان حکومته هغو امنیتي کسانو ته د سزا غوښتنه کوله، چې په جلال اباد کې خبریالان ډبولې و او له ځینو یې خبري و سایل هم اخیستي و.

"په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه هر کال د بېلابېلو بنسټونو له لوري رپوټونه خپرېږي او دولت هم د دوی د خوندیتوب او ملاتړ ژمنې کوي."

دغه کمیټه دارنګه په خپره شوې اعلامیه کې وايي، حکومت دې د خبریالانو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

بل خوا د افغانستان په شمال کې د خبریالانو َټولنې هم د جلال اباد له ژورنالیستان سره خپل ملاتړ اعلان کړی او وايي دوی د دغه ډول پيښو پر وړاندې یوځای کیږي.

په همدې حال کې په افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ملاتړ اداره نی بیا له امنیتي ارګانونو د جلال اباد دپيښې دپلټنې غوښتنه کوي.

د دغې ادارې اجراوي مشر مجیب خلوتګر وايي، د خبریالانو وهل ټکول د افغانستان د ټولو قوانینو خلاف عمل دی.

دا لومړی ځل نه دی، چې په افغانستان خبریالان د امنیتي ځواکونو له خوا وهل ټکول کیږي او یا هم په زور ترې وسایل اخیستل کېږي.

د خبریالانو وهل ټکول، ځورول، تښتول او ان وژل کېدل هغه مسایل دي، چې په وروستیو څو کلونو کې د خبریالانو په ګډون د نورو بشري حقونو بنسټونو د اعتراض وړ ګرځېدلي دي.

په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه هر کال د بېلابېلو بنسټونو له لوري رپوټونه خپرېږي او دولت هم د دوی د خوندیتوب او ملاتړ ژمنې کوي.

خو اوس هم په دغه هېواد کې د رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې تر سترګو کېږي، چې ځینې وختونه په کې په خپله د افغان دولت کارکوونکي ښکېل وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .