د طالبانو شپني برید د غزني ۱۷ سیمه ییز پولیس وژلي

د خپريدو وخت: 06:44 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391

وسله والو طالبانو د دغه برید مسؤولیت منلی.

د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر یوې پوستې وسله والو طالبانو برید کړی دی.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال عبدالجامع جامع بي بي سي ته وویل، برید د اندړو ولسوالۍ حبیب ګوډلې پر پوستې شوی، چې سیمه ییز پولیس په کې مېشت وو.

نوموړی وايي، په دې پېښه کې ١٧ تنه وژل شوي دوه تري تم او يو هم ټپي دى.

دی وايي، دغو سیمه ییزو پولیسو مخکې د طالبانو ضد پاڅون کې هم ونډه اخیستې وه.

جامع دا هم وویل، چې په وژل شویو کې څلور مېلمانه دي، خو په ډاګه یې نه کړه، چې دغه مېلمانه څوک وو.

د غزني والي موسی خان اکبرزاده ویلي، پېښه کې لس سیمه ییز پولیس وژل شوي او اوو نور هم مېلمانه وو، چې په پېښه کې وژل شوي.

دی وايي، چې اووه واړه مېلمانه د دغه کلي اوسېدونکي وو.

نوموړی وايي، سیمې ته یې کسان لېږلي، چې پلټنه وکړي.

د پخوانیو پاڅون کوونکو يو غړى اختر محمد وايي ددې کسانو وژل کېدو تر يوه بريده ناوړه پایله لرلې او د پاڅون د کسانو په روحيه يي هم اغېزه کړي ده.

هغه وايي :''داکسان چې يوشمېر يې د حزب اسلامي پخواني مجاهدين ول، او هم يې پاڅون کې برخه لرله''.

په عين حال کې د پاڅوانوالو يو بل مشر انجينر لطف الله کامراني بيا وايي: ''که څه هم دا پېښه د خواشينۍ ده، خو دومره ډېر به د طالبانو په وړاندې د مقاومت ليکه کمزوري نه کړي''.

هغه زياتوي ''اوس له موږ سره ګڼ شمېر خلک ولاړ دي او د طالبانو په وړاندې به مقاومت دوام وکړي''.

د پاڅون يوبل قوماندان عبدالولي هم وايي: ''هغه مهال چې دا پاڅون پيلېده، ټول شپږ کسه ول، خو اوس دا شمېره څو کليو ته رسېدلې او له طالبانو سره مقاومت به دوام وکړي''.

طالبانو ادعا کړې ده، چې په دغه برید کې یې نولس کسان وژلي، پنځه یې ټپیان کړي، د دوی رینجر ګاډي او وسلې یې له ځانه سره وړي دي.

د ګوډلو پوسته

د اندړو ولسوالۍ د سیمه ییزې شورا یوه غړي اختر محمد هم بي بي سي ته ویلي، چې د ګوډلو پر پوستې د طالبانو برید کې یو شمېر اربکیان وژل شوي، خو شمېر یې نه دی ښودلی.

دی وايي چې دغه پوسته د یار محمد قومندان په نامه یادېده، خو مالومه نه ده، چې هغه په کې وژل شوی او که نه.

د غزني طالب ضد پاڅون

وايي، وژل شویو سیمه ییزو پولیسو د طالب ضد پاڅون کې هم ونډه اخیستې وه.

د ګوډلې پوسته د کلي په منځ کې ده.

له کلي یو فرعي سړک وتلی، چې د پوستې دنده د همدې سړک کنټرولول وو.

زموږ همکار وايي، وړاندې، تر ډېره په دغه لارې طالبانو تګ راتګ کاوه.

دا پوسته د طالبانو لپاره ډېره مهمه وه؛ ځکه چې ډېر خنډونه یې هغوی ته جوړ کړي وو او د دوی تګ- راتګ یې محدود کړی و.

دغې پوستې د همدې لارې د اندړو غربي او مرکزي سیمه کنټرولوله.

له مرکزي سیمې څخه د طالبانو تګ راتګ د دغې پوستې له جوړېدا سره کم شوی و.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .