ناټو د طالبانو د بريدونو د کمېدو په اړه خپل رپوټ "ناسم" بللی

د خپريدو وخت: 05:17 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391

ایساف وايي په ۲۰۱۲ کې د طالبانو بریدونه نه وو کم شوي.

په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ځواکونو دا منلې چې تېرکال د طالبانو د بريدونو د شمېر د کمېدو په اړه يې رپوټ سم نه و.

رپوټ ويلي و چې بريدونو کې اوه سلنه کموالى راغلى دى، خو اوس وايي د بريدونو شمېر نه و بدل شوى.

ددغو ځواکونو يوه وياند جېمي گريبيټ وويل، د ادارې تېروتنې په پايله کې دغه غلطي رامنځ ته شوې وه.

د بريدونو له شمېر نه ډېرکله په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په وړاندې جگړې کې د شوي پرمختگ د يوې نښې په توگه کار اخيستل کېږي.

په همدې حال کې دغه وياند ټينگار کوي چې په ټوليزه توگه د ځواکونو په ارزونه کوم بدلون نه دى راغلي او دا چې په پراخېدونکې توگه له خلکو سره د طالبانو واټن ډېر شوى دى.

د امريکايي چارواکوپه وينا، په رپوټ کې له دې کبله تېروتنه شوې وه، چې د افغان ځواکونو هغو قطعاتو او جزوتامونو چې په ځينو سيمو کې يې امنيتي مسووليتونه په غاړه اخيستي دي، ډېتا ته يې ناسمې شمېرې رسولې وي.

د امريکا ددفاع وزارت يوه چارواکي چې خپل نوم يې نه دى په ډاگه کړى ويلي، ريښتيني شمېرې ښيي چې په ٢٠١٢ کال کې د طالبانو د بريدونو شمېر کچه د ٢٠١١ کال هغومره وه.

"امريکايي چارواکي ټينگار کوي چې په افغانستان کې د جگړې هڅې پر سم لوري درومي او دغه تېروتنه نه شي کولاى چې د جگړې ټوليزه ارزونه بدله کړي."

د امريکا ددفاع وزير ليون پنېتا او جيگپوړي امريکايي قوماندانان د افغانستان په پوځي ډگر کې د پرمختگ د ښودلو په موخه تل د اورپکو د بريدونو د کمېدو خبره کوي.

خو په افغانستان کې د امريکايي پوځ له لوري په رپوټ کې د تېروتنې منل د امريکا ددفاع وزارت او ناټو له خوا په افغانستان کې د روانې جگړې په اړه د ورکړل شويو شمېرو د رښتينوالي په اړه پوښتنې رامنځ ته کوي.

د امريکا دفاعي چارواکي ويلي دي که څه هم چې د "دښمن په نوښت بريدونو شمېرې د حالاتو د جاج اخيستلو ښه طريقه ده، خو ډېره دقيقه نه ده".

امريکايي چارواکي ټينگار کوي چې په افغانستان کې د جگړې هڅې پر سم لوري درومي او دغه تېروتنه نه شي کولاى چې د جگړې ټوليزه ارزونه بدله کړي.

ددغو چارواکو په وينا، دوى په افغانستان کې پر شوي پرمختگ باور لري او دا چې طالبان اړ کړاى شوي د استوگنې له گڼ مېشتو سيمو ليرې فعاليت وکړي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .