څرنگه ځينې خلک په نشو روږدي شوي؟

د خپريدو وخت: 17:47 گرینویچ - چارشنبه 27 فبروري 2013 - 09 کب 1391

ډېری روږدي کسان له کو او کلي لرې په غرونو، خرابو او هدیرو کې ژوند کوي.

په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سیمه یېز دفتر مشر سید عبدالقادر رحیمي وایي، افغان کارګران ځکه دا کار کوي چې مسلکي نه دي او مهارت نه لري.

د نوموړي په وینا تر هغو چې د افغانستان دولت کارګران په مسلکي توګه و نه روزي، دا ستونزه به هم پر ځای پاتې وي.

ښاغلی رحیمي وایي: "موږ په حقیقت کې فني او ماهر کارګران نه لرو. یو شمېر کسان لرو چې یوازې خپله انرژي پلوري او طبیعتا کله چې له هېواده بهر د کار لپاره ځي، که انرژي و نه لري څوک به له هغوی څه ترلاسه کړي؟ دوی یوازې خپله انرژي پلورلی شي."

ښاغلی رحیمي زیاتوي: "له همدې کبله دوی هڅه کوي داسې مواد مصرف کړي چې انرژي ورکړي.هغه تخصص او مهارت نه لري او یوازې انرژي لري چې بار پورته کړي او نور درانه کارونه وکړي. اوس په کار ده دوی ته مهارت ورکړو چې و يې پلوري نه انرژي."

نشه یي توکي، که د درد د کرارولو درمل؟

له ایرانه یو شمېر راشړل شوي افغان کارګران وایي دوی ځکه د نشه یي توکو په استعمال لاس پوری کړی چې په درنو کارونو لکه د خښتو جوړول او څاګانو په کیندلو بوخت وو.

دوی وایي کله به یې چې تریاک وکارول درد او ستړیا به یې له منځه ولاړه.

رضا د بامیان اوسیدونکی دی. نوموړی درې کاله مخکې له ایرانه را وشړل شو او بیا په دې نه دی توانېدلی چې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

نوموړی وایي: "ما په ایران کې د خښتو د پخولو په بټۍ کې کار کاوه. زما ملګرو تریاک څکول. ماته یې هم وویل چې راشه او و یې څکوه. موږ په ګډه کار کاوه او زه مجبوره شوم د دې لپاره چې له کاره شاته پاتې نه شم، و مې څکول. دا داسې مواد دي چې سړي ته انرژي ورکوي خو نه پوهېدو چې بیا وروسته هرڅه له لاسه ورکوو."

عبدالرحمن بیا د هرات اوسېدونکی دی او وایي: "زه له یوې پښې معیبوبه یم. په ایران کې می کار کاوه. څا مې کیندله. ډېر فشار را باندې و. زما دوستانو ویل تریاک وڅکوه چې ستړیا دې ورکه شي."

بد ملګري

له ایرانه یو شمېر راشړل شوي افغان کارګران وایي دوی ځکه د نشه یي توکو په استعمال لاس پوری کړی چې په درنو کارونو لکه د خښتو جوړول او څاګانو په کیندلو بوخت وو.

په ایران کې ناقانونه افغان کارګران معمولا په ډله ییزه توګه په خپلو استوګنځیو کې اوسېږی. که په دوی کې یو یا څو تنه په نشه یي توکو روږدي وي، نور يې هم خوی اخلي.

جاوید د هرات استوګن دی او په همدی ډول په نشوو اخته شوی: "ما په اصفهان کې کرنیز کارونه کول. زموږ ملګري یا مېلمانه به چې خونې ته راتلل، له ځانه سره به یې هېروین یا تریاک راوړل. زه هم ورسره یوځای شوم. خپه په دې یم چې د خپلو ملګرو له لاسه دې حالت ته را ورسېدم."

سره له دې چې ډېری معتادین د خپل اعتیاد پړه پر خپلو ملګرو ور اچوي، خو یو شمېر یې وایي چې د کار خاوندانو به دې ته هڅول چې نشه یي توکي استعمال کړي.

سید عبدالله یو له هغو افغان کارګرانو دی چې په ایران کې په ساختماني چارو بوخت ؤ او هلته په نشه یي توکو اخته شوی دی. نوموړی وایي: "د کار فشار، دوستانو او د کار د خاوند هڅونه وه چې زه یې معتاد کړم."

هغه زیاتوي: "د کار خاوند به مخامخ نه راته ویل خو په یو ډول یې هڅولم چې ډېر کار وکړم او راته ویل یې چې تریاک د کار ستړیا له منځه وړي. ده به د نشه یي توکو د ترلاسه کولو لارې هم په یوه ډول راښودله."

یو په نشه یي توکو روږدي، راشړل شوي کارګر راته وویل چې د کار خاوند یې په لومړنیو دریو میاشتو کې په وړیا توګه نشه یي مواد ورکول خو کله چې پرې اخته شو بیا یې پیسې ور څخه اخیستې او ده به یوازې د دغه توکو د ترلاسه کولو په بدل کې کار ورته کاوه.

کاذبه انرژي

آیا په رښتیا د نشه یي توکو او په ځانګړي توګه د تریاکو کارول، په بدن کې د انرژۍ د تولید سبب ګرځي؟

ډاکټر ناصر نورزی د یوې داسې اینجیو کارکونکی دی چې په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه کوي: "تریاک یو ډول مخدره مسکن دی. هغه کسان چې درانه کارونه کوي دا مواد د درد د کرارولو لپاره کاروي. دا مواد په لنډ مهاله توګه د دوی درد ورکوي. د وخت په تېرېدو سره دغه مواد خپل تاثیر له لاسه ورکوي او پرې اخته کسان مجبورېږي چې ګام په ګام ډېر وکاروي. تر هغو چې چاره یې نه پرې کېږي او نورو خطرناکه نشه یي توکو ته مخه کوي او په پایله کې خپل ټول جسمي او روحي توان له لاسه ورکوي."

په هرات کې د کډوالو د راستنېدو او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاستونه هم وایي له ایرانه ډېری را ایستل شوي کارګرانو دوی ته ویلي چې هلته د کار په چاپيریال کې د ستړیا د ورکولو په موخه د نشه یي توکو استعمالولو ته هڅول شوي.

د هرات په ښار کې د معتادینو شتون هغه څه دی چې اوس د تېرو کلونو خلاف ډېر محسوس کېږي.

دغه څانګې وایي ډېری هغه افغان کارګران چې په ناقانونه توګه ایران ته د کار لپاره ځي، بېرته په نشه یي توکو روږدي راګرځي.

په هرات کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر غلام جېلاني دقیق وایي: "تر هغه ځایه چې موږ په بازارونو کې او یا هم په نشه یي توکو د روږدو کسانو سره په ځانګړو کلینکونو کې خبرې کړي، ډېریو يې موږ ته ویلي چې په ایران کې په نشه یي توکو اخته شوي دي."

ښاغلی دقیق وايي کورني روږدي هم لري: "موږ کورني معتادین هم لرو. هغه کسان چې د تریاکو د شیرې د راټولولو پر مهال او یا له خپلو ملګرو سره په ناسته ولاړه کې او یا هم د کورنیو فشارونو له کبله په نشه یي توکو اخته شوي."

په نشو د روږدو کارګرو زیاتېدونکې شمېرې

د هرات د کډوالو د راستنېدو د چارو د ادارې لخوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په تېرو دریو کلونو کې په نشو د هغو روږدو افغان کارګرانو شمېره مخ په زیاتېدو ده چې له ایرانه راشړل کېږي.

د ادارې چارواکي وایي دوی ټول معتادین نه دي شمېرلي او یوازې هغه روږدي کسان یې ثبت کړي چې ډېر زیان منونکي دي او له لرې پېژندل کېږي.

په تېرو دریو کلونو کې څه د پاسه ۷۵۰ تنه داسې کسان له ایرانه راشړل شوي.

د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۱۲۰ زره تنه له ایرانه په زوره بېرته افغانستان ته لېږل شوي.

ځینې کلینیکونو شته چې د روږدو درملنه وکړي خو د نشیانو ډېر شمېر ته په کتو په نشت حساب دي.

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، ښایي د هغو معتادینو شمېره چې د تخنيکي ځانګړې ډلې د کتنو پرته یې اعتیاد نه څرګندېږي، تر یادو شمېرو زیاته وي.

د هرات د کډوالو د چارو مشر حمدالله خطیبي وایي: "داسې معتادین هم شته چې ظاهرا پېژندل کېږي نه. اقتصادي حالت یې یو څه ښه وي او دا هم نه وایي چې په نشو روږدي دي. ځینې نور په نشو روږدي کسان هم شته چې روغتیایي حالت یې یو څه ښه وي او یوازې تخنیکي ډله په کار ده چې پوه شي چې روږدي دي که نه."

دغه اداره وایي، اوس مهال په دې ولایت کې د شته معتادینو شمېر شاوخوا ۶۰ زره کسانو ته رسېږی.

د نوموړې ادارې په وینا د دغه شمېر ۴۰ سلنه یې د هېرینو، تریاکو او کریستال په استعمال اخته دي او پاتې یې په چرسو، الکولي مشروباتو او نشه یي تابلیتونو.

دغه راز په هرات کې له شته ۶۰ زرو معتادینو له ډلې ۳۵ سلنه یې د نورو ولایتونو او پاتې د هرات اوسېدونکي دي.

د نشه یي توکو دام

سره له دې چې په هرات کې د اړوندو څانګو موندنې او خپله په نشه یي توکو د ډېرو روږدو کارګرانو څرګندونې دا ښیي چې دوی په خپله اراده او یا د نورو په هڅونې سره د نشه یي توکو په مصرفولو لاس پوری کړی خو داسې هم پېښ شوي چې یو شمېر معتادینو ته د د هغوی په پټه په خوړو کې نشه يي مواد ورکړل شوي.

په هرات کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر مشر ښاغلی رحیمي وایي ده هم داسې یوه کیسه اورېدلې:

"یو افغان، چې له افغانستانه ایران ته د کار لپاره تللی و، د شپې له خوا له یو ډله نورو افغانانو سره یوځای اوسېده. د داسې کسانو سره اوسېده چې تریاک یې کارول. خو دغه افغان هېڅکله نه غوښتل چې تریاک وکاروي او د دوی سره په دې کار کې ورګډ شي. ده ته هره ورځ، چې له کاره راته، چای ورکول کېده. دا کار همداسې دوام کوي او ده به د چای له خوړلو سره د ارام احساس کاوه. خو وروسته دې پر همدغه چای معتاد شو. او له څېړنو وروسته په ډاګه شوه، چې ده ته يې نورو ملګرو پټ په چای کې تاریاک ورکړي وړ."

لنډ مهاله سرپنا

د هرات په ښار کې د معتادینو شتون هغه څه دی چې اوس د تېرو کلونو خلاف ډېر محسوس کېږي.

د نشیانو شمېر ډېر شوي نو شتون يې هم په هر ځای کې تر سترګو کېږي.

کله چې د هرات د سړکونو په اوږدو کې ګرځم خامخا یو یا څو تنه داسې کسان وینم چې جنډې جامې یې په تن او رنګ او ظاهري حالت یې وایي چې دوی په نشه یي توکو اخته دي.

دغه کسان په انفرادي او یا ډله ییزه توګه په هدیرو، خرابو، او د غرو په لمنو کې اوسېږی.

دوی معمولا په ژمي کې ډېر زیان منونکي دي او به تېرو څو اونیو کې چې په هرات کې هوا ډېره سړه شوه لږ تر لږه د دوو معتادینو د مړینې راپورونه هم خپاره شول.

له همدې کبله د هرات سیمه ییزو چارواکو په لنډ مهاله توګه دوی لپاره له ښاره په وتلي سیمه کې یو د اوسېدو ځای ټاکلی.

سره له دې چې اوس مهال په هرات کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې یوشمېر دولتي او خصوصي کلینکونه فعالیت لري خو د معتادینو شمېره دومره لوړه ده چې د ځانګړو شته روغتونونو د شمېری سره هېڅ انډول نه لري.

په نشه یي توکو د اخته کېدو ستونزه په یو لړ نورو ټولنیزو ستونزو لکه بې وزلۍ او ناپوهۍ پورې هم تړلې ده.

داسې فکر کېږي چې د دې ستونزو هوارول په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان د دولت لپاره هم ستونزمن کار دی.

ډېری فکر کوي چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې پراخو او منظمو مرستو ته اړتیا ده.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .