کابل کې ۳۰۰ ماشومانو د سرکس نندارې وړاندې کړې

د خپريدو وخت: 16:28 گرینویچ - پنجشنبه 28 فبروري 2013 - 10 کب 1391

سرکس په افغانستان کې اوږده مخينه، نه لري او مسوولين يې وايي په ۲۰۰۲ کال يې دغه نوی پړاو پيل کړی دی.

شاوخوا ۳۰۰ ماشومان چې عمرونه يې د اتو او ۱۴ کلونو ترمنځ دي نن (پنجشنبه د فبروري ۲۸مه) هغه نندارې خپلو مينه والو ته وړاندې کړې چې په تېرو څو مياشتو کې يې د ماشومانو په سرکس کې زده کړې وې.

په سرکس کې ماشومان د زده کړو ترڅنګ په مهارت سره توپونه لوبوي، موسيقي غږوي او د تياتر نندارې وړاندې کوي.

دوی په توپونو او د لوبو په نورو وسايلو داسې په زړه پورې او حيرانوونکي حرکتونه ترسره کوي چې د عادي ماشومانو لپاره يې ترسره کول خورا ګران دي.

د افغان ماشومانو د تعليم او تربيې سرکس مسوول حميد روحان وايي له دې لارې غواړي چې افغان ماشومانو او د افغانستان خلکو ته د نورو ترڅنګ د ماينونو په اړه خبرتیا او د زده کړو پر اهميت خبر کړي.

"موږ ځينې پروژې لرو غواړو هغه پلې کړو. مثلآ د ماينونو د خطرونو په اړه د خلکو خبرتيا ده، په ټولنه کې د معلوليت په اړه خلکو ته معلومات ورکول دي او ښوونځيو ته د ماشومانو بلنه ده، چې د دغو پروګرامونو ځينې يې پلي شوي او ځينې نور يې د پلي کېدو په درشل کې دي".

ښاغلی روحان زياتوي د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې يې د ګرځنده ډلو پر مټ څه باندې دوه نیم ميليونه ماشومان روزلي او په هرات، باميان، غور، بدخشان او ننګرهار ولايتونو کې د سرکس واړه مرکزونه لري.

سرکس په افغانستان کې اوږده مخينه، نه لري او مسوولين يې وايي په ۲۰۰۲ کال يې دغه نوی پړاو پيل کړی دی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .