افغانستان: کانکور ازموینو پایلې اعلان شوې

د خپريدو وخت: 06:47 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

د ازموینې پاڼې د کمپیوټر د یوه ځانګړي سافټ ویر چې د هندوستان له خوا د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکول شوي دي وارزول شوې.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۲ لمریز کال لپاره د کانکور پایلې اعلان کړې. د ښوونځیو د ۱۷۵ زره فارغانو له ډلې چې په دغې ازموینې کې یې ګډون کړی وو شاوخوا ۵۰ زره کسانو د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته لار موندلې ده.

پاتې یو ۱۲۰ زره کسان یا ناکام شوي او یا هم بې پایلې پاتې دي. ټاکل شوې چې په راتلونکي لمریز کال کې به ۴۴ زره کسان د لوړو زده کړو موسسو ته جذب شي او ۳۰ زره نور به د نیمه لوړو زده کړو موسسو ته لار ومومي.

د کانکور د ازموینې پایلې تېر ماښام ناوخته ( د فبرورۍ ۲۸ )د بېلابېلو ادارو د استازو په وړاندې اعلان شوې. د ازموینې پاڼې د کمپیوټر د یوه ځانګړي سافټ ویر چې د هندوستان له خوا د لوړو زده کړو وزارت په واک کې ورکول شوی دی وارزول شوې. د پاڼو ارزونې څلور ساعته وخت ونیو.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزرات وايي د کانکور د ازموینې دغه لار، په نمرو کې د لاس وهنې مخنیوی کوي او پایلې به په راڼه ډول وړاندې کړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید د ارزونې په پای کې خبریالانو ته پایلې داسې اعلان کړې:

"د دولسمو تولګیو فارغانو چې د کانکور د ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې وه ۱۹۰ زره تنه وو او هغو کسانو چې په آزموینې کې یې شامل شول۱۷۵۶۸۸ تنه وو. سږ کال تر ټولو لوړه اخیستل شوې نمره,۳۳۲ ۶۱۹۵ ده چې په دې ډول ۵۰ سلنه یې ۳۰،۱۶۶ دي. هغه چا چې دغه نمرې نه دي ترلاسه کړي ناکام بلل شوي دي.

د ناکامانو شمېر ۴۹۶۳۸ دی، د بریالیو کسانو شمېر ۵۵۷۷۸ کسان دي او ۶۷۵۶۹ کسان بې نتیجې پاتې دي)).

ښاغلي عبید وویل له دې ډلې به ۴۴ زره کسان د لوړو زده کړو موسسو ته او ۳۰ زره به یې د نیمه لوړو زده کړو موسسو او د پوهنې وزارت ادارو ته جذب شي. هغه وویل د پوهنې وزرات ژمنه کړې چې د بې پایلو کسانو له ډلې ۱۵ زره تنه یې جذب کړي.

او ټاکل شوې اته زره نور یې په ۲۱ خصوصي پوهنتونونو کې لوړې زده کړې وکړي.

د ۱۷۵ زره کسانو له ډلې چې د کانکور ازموینه یې ورکړې تر ټولو لوړه نمره د غور ولایت اوسیدونکي عبدالقاسم ترلاسه کړې چې د هرات ولایت اقتصاد پوهنځۍ ته بریالی شوی دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .