حزب اسلامي ولسمشریزو ټاکنو ته خپل کاندید دروي

د خپريدو وخت: 06:00 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

تېره اونۍ د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو ویلي وو چې بې تفاوته به پاتې نه شي.

د افغانستان اسلامي ګوند د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپل نوماند ټاکي. د دغه ګوند مسوولین وايي په ولایتونو کې له خپلو استازو او خلکو سره تر سلا مشورو وروسته به د نوماند نوم هم په ډاګه کړي.

دوی په ټاکنو کې له نورو سیاسي ګوندونو سره ایتلاف هم رد نه کړ. د اسلامي ګوند اجراییه شورا په هغې غونډې کې چې کابل کې جوړه شوې وه د حکومت وزیرانو، ولسي جرګې مشر او استازو ، والیانو او ګڼو نورو لوړ پوړو چارواکو د اسلامي ګوند ګډون کړی وو.

کابل کې د اسلامي ګوند ویاند عبدالله کامه وال وايي ګوند یو کمېسیون وټاکه چې دغه کمېسيون به د هېواد په مرکز او ولاياتو کې د اسلامي حزب له استازو سره د نوماند په اړه مشورې وکړي او وروسته به یې نوم اعلان کړي.

تېره اونۍ د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په تړاو ویلي وو چې بې تفاوته به پاتې نه شي. خو د ښاغلي کامه وال په وینا دوی د ګلبدین حکمتیار له اړخ سره کومې خبرې نه دي کړي:

" اوسنۍ پرېکړه چې شوې هغه په کابل کې د ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي له خوا شوې ده. دا چې په راتلونکې کې څه کېږي، حکمتیار صاحب په ټاکنو کې ګډون کوي، راځي یا نه راځي هغه وروستۍ خبرې دي. او ښايي خپله ښاغلی حکمتیار یې ځواب ووايي."

"د دغه ګوند مسوولین وايي په ولایتونو کې له خپلو استازو او خلکو سره تر سلا مشورو وروسته به د نوماند نوم هم په ډاګه کړي."

ښاغلی کامه وال په راتلونکو ټاکنو کې له نورو سیاسي ګوندونو سره ایتلاف هم نه ردوي او وايي بریالیتوب ته د رسېدو لپاره کېدای شي یوه تفاهم ته ورسېږي.

"پرېکړه دا وه چې اسلامي ګوند به خپل ځانګړی کاندید د ټاکنو لپاره دروي. کېدای شي له چا سره اییتلاف وشي یا ونه شي دا نه ردوو. کېدای شي کوم تفاهم ته سره ورسېږو."

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۳ لمریز کال په پسرلي کې وشي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي وو، چې د ۱۳۹۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي، خو د ټاکنو پرمهال امنیتي ستونزې لا هم سترې ننګونې بولي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .