د هوايي ترافیک نیمايي کار افغانانو ته سپارل شوی

د خپريدو وخت: 12:09 گرینویچ - جمعه 01 مارچ 2013 - 11 کب 1391

د کابل په هوايي ډګر کې هره ورځ نژدې ۶۰ الوتکې کېني خو دغه ډګر د الوتکو د کېناستلو لپاره یواځې یوه لیکه لري.

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، اوسمهال دافغانستان د هوايي ترافیک نیمايي مسوولیت افغان لوري ته سپارل شوی دی.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا ټاکل شوې د ۲۰۱۴ کال ترپایه پورې به د افغانستان د هوايي حریم څارنې ټولې چارې له نړیوالو ځواکونو افغان لوري ته وسپارل شي.

په دغو چارو کې د افغانستان پر هوايي حریم د الوتکو د تګ راتګ کنټرول، د رادارونو واک او الوتکو ته د کېناستو پرمهال لارښوونې شاملې دي.

چارواکي وايي، د دغو مسوولیتونو د ترلاسه کولو لپاره یې نژدې ۱۵۰ کارکوونکي په بهر کې روزلي او د چارو د تر لاسه کولو لپاره چمتوالي لري.

که څه هم د پلازمېنې کابل له هوايي ډګره هره ورځ لس ګونه الوتنې کېږي خو په دغه ډګر کې د کنټرول برج (څلی) شاوخوا د ۳۰۰ داسې الوتکو پروازونه کنټرولوي، چې د افغانستان له هوايي حریمه تېرېږي.

د افغانستان د هوايي حریم کنټرول له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې د نړیوالو ځواکونو په واک دی. خو اوس افغان چارواکي وايي، د هوايي حریم نژدې نیمايي چارې یې په خپل واک کې اخیستې دي.

د کابل د هوايي ډګر مشر محمد یعقوب رسولي بي بي سي ته وویل، چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول ټولې چارې افغان لوري ته وسپارل شي.

"ښاغلی رسولي وویل، د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو په مرسته افغانستان اوس د هوايي حریم د کنټرول لپاره د رادار عصري سسټم لري."

" له سلو تر ۱۵۰ پورې ځوانان، چې د افغانستان د هوايي چلند له انسټیټوټه فارغ شوي وو، د زده کړو لپاره امریکا، اروپا، هندوستان ، سریلانکا او نورو هیوادونو ته استول شوي وو. اوس د هوايي ډګر نژدې ۵۰ سلنه تخنیکي او عملیاتي چارې د همدغو ځوانانو پر غاړه دي او موږ پلان لرو، چې ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې د هوايي ډګر ټولې تخنیکي او مسلکي چارې، چې د برج کنټرول، د الوتکو رهنمايي او رادار په کې شامل دي، په خپل لاس کې واخلو. دغه چارې به زموږ ځوانان په واک کې اخلي"

ښاغلی رسولي وویل، د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو په مرسته افغانستان اوس د هوايي حریم د کنټرول لپاره د رادار عصري سسټم لري.

"زموږ د رادار سستم ډېر پرمختللی دی. موږ دوه ډوله رادارونه لرو او کله چې د افغانستان فضایي حریم ته الوتکه را داخلېږي، په دواړو رادارونو کې موږ ته ښکاري، چې سرعت یې څومره دی، د کومې کمپنۍ ده، له کومه ځایه راغلې او چېرته تلل غواړي"

د کابل په هوايي ډګر کې هره ورځ نژدې ۶۰ الوتکې کېني خو دغه ډګر د الوتکو د کېناستلو لپاره یواځې یوه لیکه لري.

په دغه هوايي ډګر کې د کنټرول برج کارکونکي اړ دي چې الوتکو ته د کېناستلو وخت ځانګړی کړي دارنګه دوی باید هغو الوتکو ته هم لار ښوونه وکړي، چې غواړي بېړنۍ ناستې وکړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .